د حزب اسلامي د محترم مشر انځور ته د اهانت په ارتباط ــ اعلاميه

بسم الله الرحمن الرحيم
د بريتانيا له زندان د زرداد فريادي د آزادي او هېواد ته د هغه د راستنېدو په مناسبت د ده د خپلوانو او دوستانو تود هركلى او د هغه د استقبال لپاره د كابل هوائي ډگر كي په لوى شمېر كي د دوى راغونډېدا؛ ځيني كمظرف، متعصب او جاهل عناصر وپارول چي جاهلانه او له حسادت او عقدو راټوكېدلى غبرگون وښيي، يو شمېر اوباشان چي برگ دستمالونه ئې پر غاړە او د مسعود عكسونه ئې په لاس كي وو د يوې مزدوري او منحطي رسنۍ د كامرو مخي ته د دروند او ملي مشر ورور حكمتيار عكسونه څيري او تر پښو لاندي كړل. دا لومړى ځل نه دئ چي دا سپك او ذليل اوباشان دې ته ورته بدمستي كوي، كله د يوه او كله د بل مشر سپكاوى كوي، د خپل محسن حامد كرزي عكسونه ئې د لويي جرگې په خيمې كي څيري او تر پښو لاندي كړل، له جمهور رئيس اشرف غني سره ئې په وار وار همدا سلوك كړى. حزب اسلامي په دې اړە دغو اوباشانو او د دوى مشرانو ته څو توصيې لري:
» د خپلو اوباشانو مخه ونيسئ، مه پرېږدئ چي ستاسو له نوم، عنوان او په نظام كي ستاسو له سياسي حيثيت او موقعيت په استفادې سره شرارتونه وكړي، خلك وځوروي، د عزتمنو افغانانو سپكاوى وكړي، تاسو له نورو سره په لانجو او نښتو كي ښكېل كړي او له نشت سره برابر پاته حيثيت مو هم په خاورو ولړي. كه د زرداد له خپلوانو سره كومه ستونزه لرئ نو له هغوى سره ئې وپالئ، ولي د حزب اسلامي مشر ته اهانت كوئ؟!! د اوباشانو دا سپك عمل وغندئ، خپل برائت ترې اعلان كړئ او له حزب اسلامي بخښنه وغواړئ. كه دا كار ونه كړئ نو معنى به ئې دا وي چي ستاسو په وينا ترسره شوى!!
» چارواكو ته وايو: تر كله به د سپكو بدمعاشانو او زورواكانو د بدمستيو او شرارتونو په وړاندي ساكت او لاس تړلي نظاره گر او له څه كولو عاجز وئ؟!! د دولت د امنيتي ځواكونو تر حمايت لاندي به له وسلو سره ښار ته راوځي ډزي به كوي او خپل زور به خلكو ته ښيي؟ كه تاسو په پلازمېني كابل كي د فتنه گرو مخه نشئ نيولى نو په نور هېواد كي به څنگه د خلكو د سر، مال او عزت ساتنه وكړى شئ. د همدغو د بدمعاشيو له كبله دا درې لسيزي په هېواد كي جنگ روان دئ او اوس چي د سولي په لور د هيلي يوه كړكۍ پرانستل شوې غواړي د رڼا مخه ونيسي او د جگړو نوي اورونه بل كړي. حزب اسلامي له چارواكو غواړي په ښارونو او دولتي تأسيساتو كي د سياسي څېرو د عكسونو د لگولو مخنيوى وكړي، يوازي په خاصو مناسبتونو كي او د لنډ وخت لپاره د داسي انځورونو لگولو ته اجازه وركړي، په دفترنو كي بايد د هيڅ متنازع فيه شخص انځورونه پرېنږدي. داسي انځورونه شخړي او لانجې راولاړوي.
» د حزب اسلامي غړو او خوا خوږو ته وايو: د هغو په وړاندي صابر اوسئ چي ستاسو برياوي او پراخ ولسي محبوبيت او تأييد نشي زغملى، مه د ښكنځلمارو د ښكنځلو پروا كوئ او مه د اوباشانو د سپك چلن، د خپل هېواد او ولس د ژغورني لپاره خپلي اسلامي مبارزې ته ادامه وركړئ، ډاډە اوسئ چي له راتلونكى د اسلام او مسلمانانو دئ، په خپل چلن او غبرگون كي خپل وقار، اوچت اخلاقي معيار او اسلامي ادب حفظ كړئ.
» په داسي حال كي چي حزب اسلامي د روغي جوړي لار غوره كړې، ټولو ته ئې بلنه وركړې چي راشئ جگړە او عوامل ئې پاى ته ورسوو، منفي رقابتونه د تل لپاره لري وغورځوو، د رغنده او سالمي سيالۍ لار خپله كړو، له هر هغه څه ډډە وكړو چي په جگړو او وسله والو رقابتونو منتج كېږي، د پرديو د ارضاء او د هغوى د گټو لپاره له خپلو وروڼو سره ونه جنگېږو، خو متأسفانه يو منفور او د پرديو په چوپړ كي بدنام ټولگى د سولي او روغي جوړي په وړاندي خنډونه راولاړوي، د جنگ پر دوام ټينگار كوي، اظهارات او اقدامات ئې داسي دي چي جنگ زېږوي، دوى ته وايو: د افغانانو زغم آخري پړاو ته رسېدلى، نه د جنگ دوام مني او نه جنگ غوښتونكي زغمي، د افغانانو له سخت غبرگون او د شرارتونو او شرخوښوونكو په وړاندي د دوى له سخت عكس العمل ځان وساتئ، په دې پوه شئ چي د نښتو پايله به تر هر چا وړاندي تاسو ته په گرانه بيع تمامه شي، اوس كه د نورو خټين كورونه ورانېږي نو ستاسو مجلل او مرمرين قصرونه به تر نورو وړاندي ورانېږي، كه تاسو د نورو انځورونه سوزوئ او تر پښو لاندي كوئ نو ستاسو د مشرانو عكسونه سوزول هم گران كار نه دئ، ډېر دې ته شين زړە ناست دي او منتظر دي همدا فرصت په لاس ورشي او خپل زړە سوړ او خپل غچ واخلي. بيا خو به په هيڅ دفتر كي او د كابل او نورو ښارونو د هيڅ دېوال پر مخ د خپلو مشرانو عكسونه روغ رمټ ونه گورئ، ستاسو د مشرانو قبرونه هم اوس مرمرين شوي، كه نه غواړئ وران او په تيږو وويشتل شي د نورو له اهانت ډډە وكړئ. كه ستاسو همدا سپك او كچه سلوك وي نو تور او سپېره برخليك درته منتظر دئ، ښايي په راتلونكي لويه جرگه كي به لومړۍ پرېكړە دا وي چي د افغان ولس واقعي ملي اتل غوره شي، بيا به وگورئ چي د اشغالگرانو د عنايت او رعايت په طفيل چي ستاسو مشرانو ته كوم جعلي القاب وركړى شوي او پراخ مادي او معنوي امتيازات ئې په برخه شوي، دا به ټول له لاسه وركړئ.
»  بهرني ځواكونه به حتماً وځي، د هغوى د مټو په زور چي څوك لااوس هم بدمستي كوي سپېره پاى ئې نږدې شوى، كله چي هغوى ووځي نو تاسو نه د كوم حزب مقابله كولى شئ او نه د كوم قوم او توكم، باور وكړئ چي د همدې زرداد د زړە ور او توريالي قوم په وړاندي هم څو ورځي مقاومت نشئ كولئ، د جبل السراج ټول ائتلاف په گډە او د پراخو بهرنيو مرستو په مټ د حزب اسلامي په وړاندي له مقاومت عاجز شو، د طالبانو په وړاندي د تاجكستان په كولاب كي د روسانو نظامي اډې ته وتښتېدئ!! راشئ د ماضي غلطو سياستونو پر ځاى نوې معقوله تگلاره غوره كړئ، ماضي جبران كړئ، تاسو د دوو اشغالگرانو ملگرتيا وكړە، هم د شوروي ځواكونو د خدمت او ملتيا تور داغ ستاسو پر لمن پروت دئ او هم د امريكايي ځواكونو، د دواړو د مټو، وسلو او پيسو په زور له ټولو قومونو او سياسي ډلو سره وجنگېدئ، د پرديو د زمكني جنگياليو په توگه له افغانانو سره وجنگول شوئ، هر مداخله گر د خپلو موخو لپاره استخدام او وجنگولئ، راشئ دا تور داغ له خپل تندي پاك كړئ، له ټولو سياسي ډلو او قومونو سره د پخلايني، مصالحې او وروري لار غوره كړئ، پر داسي تگلاري اصرار او ټينگار مه كوئ چي نه ئې تاسو د مثبتي پايلي هيله درلودى شئ او نه ئې ستاسو ډلي او قوم ته گټه رسي.
حزب اسلامي افغانستان
۲۷ قوس ۱۳۹۵