تر ټولو لويه اغېزه چې د افغانانو دودونه او رواجونه يې د کورنيو پر اقتصاد لري دا ده چې د کورنيو د پيرلو (اخيستلو) د ځواک د کمښت سبب ګرځي،دا ځکه چې داسې رواجونه د زياتو لګښتونو سبب کيږي او همدغه لګښتونه کورنۍ نه پريږدي چې د خپلو عوايدو يوه برخه وسپموي؛ د سپما نشتون يا لږه سپما د دې سبب کيږي چې د پانګې د جوړښت او پانګونې پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي،چې بلاخره دا حالت د کورنيو د اقتصاد په زيان تماميږي چې د هغه په پايله کې د ټول هېواد اقتصاد کمزوری او ځپل کيږي.
رسمونه او رواجونه د دې سبب ګرځي چې د کوچني اقتصاد په کچه کې لاندې بدلونونه منځ ته راوړي:
دودونه او رواجونه د دې سبب کيږي چې بېلابېلو اجناسو او توکو ته د خلکو تقاضا زياتوالی ومومي؛چې د تقاضا همدغه زياتوالی د توليداتو زياتوالي ته زمينه برابروي او متشبثين دې ته هڅيږي چې زيات توليدات وکړي او له پخوا څخه ډېر توکي او اجناس بازار ته وړاندې کړي،بايد وويل شي چې د داسې رواجونو د شتون له کبله برعکس حالت هم منځ ته راتلی شي،داسې چې کورنۍ د درنو لګښتونو له کولو وروسته له اقتصادي او نه جبرانيدونکو زيانونو سره مخ کيدای شي چې دا کار د دوی د عوايدو بلاخره د تقاضا په کچه کې د کمښت سبب ګرځي.
دا چې د افغانانو رسمونه او رواجونه له زياتو لګښتونو سره مل وي او د دې لګښتونو زياته برخه تجملي او د موډپالنې توکي جوړوي چې داسې توکي په زياته اندازه له بهرنيو هېوادونو څخه افغانستان ته راځي او د هغه په مقابل کې ډېره زياته پانګه له هېواد څخه بهر ته وځي چې دا حالت مو د هېواد اقتصاد ته زيان اړوي.
دا څرګنده خبره ده چې رسمونه او رواجونه نه پريږدي چې کورنۍ خپل عوايد په اغېزمنو اقتصادي سيمو کې په کار واچوي او هغه په غير اړينو ساحو کې په لګښت رسوي چې دا حالت د کورنيو د عوايدو کمښت ته لاره برابروي،د کورنيو د عوايدو کمښت د دې سبب کيږي چې د وخت په تېرېدو سره هغوی د ژوند د دېرو اړينو توکو او اړتياوو د رانيولو وړتيا هم له لاسه ورکوي او بله دا چې د عوايدو د کمښت له کبله کورنۍ نه شي کولی چې د خپل ورځني ژوند د چلښت له په کوچنيو اقتصادي کاروبارونو لاس پورې کړي ځکه چې د هر کاروبار د پيل له پاره يوې اندازې پانګې ته اړتيا ليدل کيږي.
د عوايدو کمښت د دې سبب ګرځي چې کورنيو د پيرودنې ځواک لږ او يا له منځه لاړ شي چې په دې سره بيا کورنۍ نشي کولي چې توکي او اجناس حتی د ژوند ډېر اړين توکي او شيان رانيسي، د بېلګې په ډول که دوی د ژوند يو ډېر اړين شي ته اړتيا ولري خو د کافي پيسو په نشتون سره د هغوي دا غوښتنه نشي پوره کېداي.
مخکې مو هم يادونه وکړه چې رسمونه او رواجونه د کورنيو لګښتونه زياتوي،کله چې لګښتونه زيات شي دا معنی لري چې تقاضا ورسره زياته شوې خو دا چاره د وخت په تېرېدو سره د عوايدو د کمښت سبب کيږي کله چې د کورنۍ عوايد کم شول نو له هغه سره توکو او چوپړتياوو ته په تقاضا کې کمښت رامنځ ته کيږي چې دا کار پر خپل وار اقتصادي څرخ ورو ورو له خوځښت غورځوي او د کورنيو او يا هېواد په کچه اقتصادي نا انډولي رامنځ ته کوي. کله چې د کورنيو په تقاضا کې کمښت رامنځ ته شي نو په بازار کې اضافي عرضه منځ ته راځي او يا دا چې توليدي تصديانې اړ کيږي چې د خپل توليد په کچه کې کمښت راولي.
رسمونه او رواجونه ددې سبب ګرځي چې د لوی اقتصاد په سطح لاندې بدلونونه رامنځ ته کړي:
مخکې مو هم يادونه وکړه چې دودونو او رواجونه لويو لګښتونه ته لاره پرانيزي،د وګړو تر منځ ناسالمې سيالۍ او ځينې نور عوامل د دې سبب ګرځي چې خلک ګران بيه توکو او شيانو ته په تقاضا کې زياتوالی راولي او هغه رانيسي کوم چې په حقيقت کې هغه ته هېڅ اړتيا نه ليدل کيږي،دا چې افغانستان يو وارداتي هېواد دی او د نورو هېوادونو د موډ پالنې او تجملي توکو د پلور تود بازار ګڼل کيږي نو ځکه د تجملي او نورو ګران بيه توکو لپاره د هغوی د تقاضا زياتېدل او اخيستل د دې سبب ګرځي چې له هېواد څخه يوه زياته اندازه پانګه بهر ته ووځي او په ملي کچه اقتصاد ته زيان ورسوي. کله چې له افغانستان څخه پانګه بهر ته ځي؛په دې سره په افغانستان کې د بهرنيو اسعارو زېرمې کميږي چې ارزښت يې ورسره زياتيږي او برعکس د بهرنيو کرنسيو په ځانګړي ډول د ډالر پر وړاندې افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکوي او ښايي د هېواد مرکزي بانک هم ونشي کولی چې د بهرنيو اسعارو او افغانۍ تر منځ انډول وساتي چې دا حالت کېدای شي د هېواد اقتصاد ته سخته ضربه ورکړي،په دې کار سره د هېواد د صادراتو او وارداتو ترمنځ تعادل له منځه ځي او د هېواد توليدات هم د بهرنيو توليداتو سره له سيالۍ غورځي.
هغه مهال چې په يو وخت کې د کورنۍ لګښتونه زيات شي دا د دې سبب کيږي چې د وخت په تېريدو سره د يادې کورنۍ د عوايدو سطحه کمه شي چې په دې سره توکو او چوپړتياوو ته د خلکو تقاضا راکميږي او په بازار کې اضافي عرضه منځ ته راځي چې د هغه په پايله کې انفلاسيون رامنځ ته کيږي يعنې د توکو او اجناسو بيې ورسره لوړيږي،کله چې د توکو بيې لوړې شي دا نو بيا هغه حالت دی چې د يو هېواد اقتصاد له ناوړه انفلاسيوني حالت څخه رنځ وړي،کله چې په اقتصاد کې انفلاسيون رامنځ ته شي نو له بهرنيو هېوادونو څخه د وارداتو په کچه کې هم بې اندازې نا انډولي رامنځ ته کيږي او دا هغه حالت دی چې په څرګند ډول د هېواد اقتصاد ته زيان رسوي او په دې برخه کې ګڼې ستونزې رامنځ ته کيږي.
وارداتي توکو ته د تقاضا زياتېدل د دې سبب ګرځي تر څو د تجملي توکو واردات زياتوالی ومومي، د داسې توکو واردېدل د دې سبب کيږي چې د ماليې وزارت د ګمرکي محصول په کچه کې زياتوالی رامنځ ته کړي.
د هېواد په د ننه کې بېلابېلو اجناسو او خدماتو ته تقاضا د دې سبب ګرځي چې دولت له تصديو څخه او بالمقابل د کورنيو څخه دولت د مالياتي عوايدو په برخه کې يوه اندازه زياتوالی راولي،چې همدغه کار تصدۍ زيات توليد ته هڅوي او په پای کې اړ کيږي چې دولت ته زياته ماليه ورکړي.
کله چې د کورنيو عوايد کم شي دا دې معني لري چې په ملي کچه په عوايدو کې کمښت رامنځ ته شوي،دا ځکه چې کورنۍ د خپلو عوايدو لويه برخه د ژوندانه په اړينو توکو ورکوي چې له دې سره د هغوي د سپما ځواک کميږي کله چې د کورنيو سپما لږه شي نو د پانګې تشکيل او پانګونې ته چندان زمينه نه برابريږي او پانګونه نزولي بڼه غوره کوي او دا خو جوته ده چې د پانګونې کمښت په لويه کچه پر ملي اقتصاد اقتصاد اغېزه کوي.
هغه لګښتونه چې کورنۍ يې د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره په غير اړينو ساحو کې په لګښت رسوي په ملي سطحه اقتصاد ته زيان اړوي برعکس که چېرې د دې عوايدو يوه برخه سپما شي او يا په يو اقتصادي سکتور کې پانګونه پرې وشي کولی شي په ملي کچه اقتصادي څرخ په خوځښت راولي او د توکو او خدماتو په توليد کې زياتوالی راولي.که د يو هېواد په داخل کې پانګه په غير اړينو ساحو کې په لګښت رسيږي دا کار دا معنی لري چې هماغه هېواد په حقيقت کې د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې شته فرصتونه له لاسه ورکوي او په لوی لاس اقتصادي بدمرغيو او وروسته پاتې والي ته لاره هواروي، د دې لپاره چې يو هېواد په منظم ډول اقتصادي پرمختګ وکړي ښه دا ده چې د لګښتونو د کولو لپاره يو منظم پلان او کړنلاره ولري او په هېواد کې د هغه لګښتونو مخه ونيسي چې د ټولنې د خلکو له خوا په بېلابېلو غير اړينو سيمو کې په لګښت رسيږي او په لويه او کوچنی سطحه په اقتصاد باندې اغېزې لري.
وروستي