صیقل: نړیوال باید پرې نه ږدي چې ترهګر ډله ییزې وژونکې وسلې ترلاسه کړي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي له نړيوالې ټولنې غوښتي چې ترهګرو ته د ډله ييزو وژونکو وسلو د ترلاسه کولو په مخنيوي کې مرسته وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفير محمود صيقل دغه څرګندونې د امنيت شورا له خوا د ډله ييزو وژونکو وسلو د مخنيوي په اړه د يوه بحث پر مهال کړې دي.
هغه له يو شمېر هېوادونو او نړيوالې ټولنې غوښتي څو د هغو هڅو ملاتړ وکړي چې ترهګر د ډله ييزو وژنو وسلو او ټيکنالوجۍ ته لاسرسى پيدا نه کړي.
صيقل زياته کړې، ځينې غير حکومتي کړۍ او په ځانګړې توګه ترهګرې ډلې د ډله ييزې وژنې وسلې کاروي .
د نوموړي په وينا، ډله ييزې وسلې او اټومي وسلې  نړيوال ثبات او امنيت ته ستر ګواښونه رامنځته کړي دي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفير ويلي، که څه هم تر اوسه په لويه کچه دغه خطرناکې وسلې نه دي کارول شوې، خو ترهګرې ډلې په دې هڅه کې دي چې دا څه ترلاسه کړي .
صيقل ويلي، دا د نړيوالې ټولنې مسووليت دى چې په اغېزمنه توګه پر دې موضوع کار او مخنيوى يې وکړي.
د هغه په وينا، افغانستان د اټومي وسلو لرونکو هېوادونو په منـځ کې واقع دى؛ ځکه نو تل يې د خطرناکو او ډله ييزو وژونکو د له منځه وړو ملاتړ کړى دى .