خوست د کابل په جنوب ۲۵۰کيلومترۍ کې پروت سرحدي ولايت دی، د خوست جنوبي پلو د پاکستان وزيرستان او کرمه ايجنسۍ پرتې دې، شمال او غرب ته يې پکتيا او پکتيکا ولايتونه موقيعت لري، خوست په جيو پوليټيک لحاظ د افغانستان د امنيت لپاره خورا مهم ولايت دی.
همدا لامل دی، چې افغان دولت ائيتلافي ځواکونه وسله وال طالبان او پاکستانۍ مليشې هڅه کوي، دا سيمه تر خپل اغېز لاندې راولي.
د وسله والو مخالفينو څلور ډلې د خوست په شاوخوا کې د دولت پرضد فعالې دي، چې ترټولو خطرناکه يې حقاني شبکه ده.
پاکستاني طالبان د ډاکټر خان ( ګروپ ) او نور واړه ګروپونه عملآ ورانکارې فعاليتونه کوي.
په دې وروستيو کې وسله والو مخالفينو د خوست په موسی خېلو، ځاځي ميدان يعقوبيو صبريو ولسواليو باندې پراخ عمليات سرته ورسول خو له ماتې سره مخ شول. اوس چې هوا ورو ورو په سړيدو ده د هېواد په نورو سيمو کې نظامي عمليات ناشوني دي، نو په پراخه پيمانه وسله وال طالبان چې اکثره يې بهرنيان دي د خوست سرحدي ولسواليو ته رارسيدلي.
حقاني شبکې د خپلو نظامي چارو د تنظيم په موخه په خپله جنګي رهبرۍ کې پراخ تغیيرات راوستي ټول هغه جنکي قوماندانان، سرګروپان ولسوالان چې په جګړه اييزو عملياتو کې پاتې راغلې له دندو لرې شوي او پر ځای يې نوي کسان ګمارلي دي.
دا ګومارنې يوازې د خوست په کچه ترسره شوي، چې له همدې امله د خوست امنيتي وضيعت ورځ تر ورځې د بدترۍ خواته روان ښکاري.
لکه څرنګه چې د مخه يادونه وشوه، چې وسله وال طالبان په زياته اندازه د خوست په شاوخوا کې ځای پرځای شوي. د جګړې قوماندانان يې نوي ګومارلي، او په مخامخ جګړه کې يې څو ځايه ماته خوړلي نو اوس يې جنګي تکتيک هم بدل کړی سيمې ته يې د ترور بانډونه ګروپونه دننه کړي او په تېره يوه اوونۍ کې د خوست په کچه د ډېرو تروريستي پېښو شاهدان يو چې رسنيو نه دې راپورته کړي.
په صبريو، باک، اسمعيل خېل مندوزيو، نادرشاه کوټ اړوند د ځني خېلو په سيمه کې د بې ثباتۍ ډېرې بېلګې ليدل شويدي، همداشان د مرکز اړوند د لکڼو سيمې مشران وسله والو مخالفينو د پاکستان د ټل سيمې ته دعوت کړي وو او له هغوی يې غوښتي و، چې له حکومت سره له همکارۍ لاس واخلي.
د خوست په باک ولسوالۍ کې دوې ورځې وړاندې درې کسان باک بازار ته څېرمه ووژل شول، چارواکو وويل دا کسان حکومت ته د جاسوسۍ په تور وژل شويدي.
همداشان د اسمعيلو خېلو مندوزيو ولسوالۍ اړوند د ورزې پر سړک وسله والو طالبانو د يوه برحال ولسوال موټرونه او مهمات ولجه او ولسوال د پېښې له سيمې پښې سپکې کړي.
همدېته ورته په همدې سيمه کې د نجونو د ښوونځي مدير په رڼا ورځ د مخ پټو وسله والو لخوا ووژل شو.
همداشان د يوه ساختماني شرکت پر رئيس بريد هم په همدې سيمه کې ترسره شو.
خوست ولايت د طالبانو د تروريستي ګروپونو د ساتلو لپاره پراخ امکانات لري، په دې ولايت کې له يو سلو شپيتو ډېرې شخصي ديني مدرسې فعالې دي، چې حکومت يې له نظارت عاجز دی. ددې مدرسو پالنه د سيمې د خلکو او عرب شيخانو لخوا ترسره کېږي. په وزيرستان او نورو سيمو کې د عملياتو وروسته ځينې هغه طالبان چې هلته يې مدرسې سکوت شوې دا هم خوست ته راکډوال شول، چې دا يو بل ګواښ دی، چې ددې سيمې امنيت ګواښي،
پورته ټولو ستوتزو ته په کتو که د خوست په کچه د وسله والو طالبانو پرضد پراخ چاڼيز عمليات ترسره نه شي نو د پښتنو ولايتونو په کچه په نسبي ډول له امنيت برخمن خوست به د وسله والو په مرکز بدل شي چې پکتيا، لوګر او کابل ته به ستر امنيتي سرخوږۍ جوړ شي او افغان حکومت به له يوه بل ستر چيلنج سره مخ شي.
خاورې پښتون افغان
وروستي