د خوست خلکو ۷ غوښتنې!

 
د تېرو پنځلسو کالونو په جريان کې د خوست خلکو له دولته دا اوه غوښتنې درلودې:

  • ولسواليو او د ښار شاوخوا دې سړکونه پاخه شي.
  • يو لوی ملکي روغتون دې جوړ شي.
  • هوايې ډګر دې جوړ شي.
  • د خوست ګرديز ترمنځ سړک دې قير شي.
  • پوهنتون دې جوړ شي.
  • د خوست غلام خان لاره دي قير او ترانزيټ شي.
  • برښنا دې پيل شي.
  • الف: د خوست لومړنی غوښتنه په خوست کې په امريکا پورې د تړلي( PRT) ولايتي بيارغوونې ټيم لخوا ترسره شوه او د تېرو پنځلسو کالونو په جريان کې په خوست ولايت کې تر درې سوه شل کيلومتره ډېر سړکونه د ټولګټو چارو رياست او ښاروالۍ په چوکاټ کې جوړ شوي چې زياته برخه يې د امريکا د متحده ايالاتو د پوځ او ولايتي بيارغوونې ټيم لخوا رغول شويدي.
    خو اوس هم بدبختانه موسی خېلو، قلندر ولسواليو او دسپېرې ولسوالۍ د سړک يوه برخه له جوړولو پاتې ده. همداشان موسی خېل اود  قلندر و لسوالۍسړک هم له همدې برخليک سره مخ دی.
    ب: په خوست ولايت کې د خلکو د بيا، بيا غوښتنو او د ولايتي بيارغونې ادارې په مرسته د څه دپاسه نهه ميليونه امريکايې ډالرو په ارزښت د يوه لوی ملکي روغتون د جوړولو چارې پيل شوې؛ خو په روغتون کې د وخت د والي قراردادي شرکت د پراخ فساد له امله د روغتون چارې چې څه ډول پکار وي؛ ترسره نه شوې او بدبختي يې داده چې تر دې دمه نه ولايتي اداره نه عامي روغتيا رياست او نه وکيلان وتوانيدل چې ددې روغتون بستر دوه سوه ته پورته کړي، په داسي حال کې چې د خوست په ملکي روغتون کې د پکتيا، پکتيکا لوګر او خوست ولايتونو ناروغان بستر او تداوي کېږي.
    ج: د هوايې ډګر د جوړولو له پاره يو ځل پنځه څلويښت ميليونه ډالر منظور شول؛ خو ولايتي اداره د هوايې ډګر لپاره د ځمکې په پيداکولو کې پاتې راغله. د دوهم ځل له پاره په خوست کې مېشتي ولايتي بيا رغونې ټيم ديرش ميليونه ډالر متظور کړل خو د هغه مهال واليان و نه توانيدل چې  د هوايې ډګر لپاره ځمکه پيدا کړي،
    د دريم ځل لپاره د هوايې ډګر د جوړولو لپاره څوارلس ميليونه ډالر د حکومت لخوا منظور شول خو بدبختانه بيا هم د وکيلانو او ولايتي ادارې ترمنځ د شخصي ګټو د ترلاسه کولو په غرض د هوايې ډګر پروژه دوه کاله وځڼډيده، چې کله د دواړو ګټې له هوايې ډګره ترسره شوې نو د هوايې ډګر هم پيل شو چې تردې دمه يې نيمايې کارونه سرته رسيدلي دي.
    د: د خوست ګرديز سړک په جوړولو پوره اته کاله وخت ولګيد ددې سړک اوږدوالۍ ۱۲۰کيلومتره دی خو د امريکايې ورځپاڼو په خبره چې ددې سړک پر جوړولو پوره دوه سوه ميليونه ډالر ولګيدل. دا چې ولې ددې سړک کار دومره وځنډيد، کله يې چې کار پای ته ورسيد ډېرې نيمګړتياوې يې درلودې، د سړک ويالې، ترافيکي اشارې، ترافيکي لاينونونه او نور اړين مسايل پاتې و، سړک ددې پرځای چې په خوست او پکتيا کې پرانېستل شي؛ په کابل کې پرانېستل شو، دا چې دا حيرانوونکی کار ولي وشو، ډېر لاملونه به لري چې مونږ يې دلته له سپړلو تېريږو؟
    ه: د خوست د خلکو بله غوښتنه د پوهنتون وه، چې په دې کار کې ترډېره بريالي و، اوسمهال خوست شيخ زايد پوهنتون د افغانستان په کچه يو ښه پوهنتون دی.
    و: د خوست د خلکو بله غوښتنه د غلام خان لارې قير کول، د ګمرکونو کميساريو جوړول و، چې دا کار هم د امريکا د پوځ په مرسته ترسره شو، خو څه شی چې په افغان حکومت پورې اړه لري، هغه د غلام خان لارې رسمي ترانزيټ دی، چې بدبختانه افغان دولت ددې مهم کار په مخکي هميشه خڼډونه جوړ کړي او دا مهمه لار تراوسه نه ده تراتزيټ شوي.
    د خوست خلکو اخيري ( اوومه غوښتنه ) د پکتيا څخه خوست د برښنا د پايو نصب کول و، چې خشبختانه څو ورځې وړاندې يې کار پيل شو او په راتلونکو څوارلسو مياشتو کې به د قرارداد له مخې دا کار پای ته ورسيږي.
    د خوست خلکو د پورته اوو غوښتنو ترڅنګ د ولسواليواو ښار ترمنځ د پلونو د جوړولو، د مشهورو باغونو ( ميلمه کوټ، فارم باغ، بلاووټ باغونو لپاره د څلور ديواليو غوښتنې کړې چې اوس ايله د ميلمه کوټ باغ د څلورديوالۍ کار روان دی. همداشان د خوست خلکو د تېرو پنځلسو کالونو په جريان کې په خوست کې د دريو بندونو ( دوه منده، مزغور، تورکاڼي ) د جوړولو غوښتنې کړي، چې تردې دمه نه دې عملي شوي.
    پورته يادې شوې اکثره پروژې  د امريکا د حکومت په مالي ملاتړ جوړې شوي، کومې پروژې چې په حکومت پورې اړوند دي تراوسه يې هيڅ کار پرمخ نه دی تللی.
    مثلآ د خوست اکثره سړکونه د امريکا د ولايتي بيارغوني ټيم، USID  او د امريکا د پوځ په مرسته جوړ شوي. خو ترانزيټ چې په حکومت پورې اړوند دی صفر پرمختګ هم نه دی پکې ترسره شوی.
     
    د خوست نوی ملکي روغتون د امريکا د PRT  په مرسته جوړ شو زمونږ حکومتي چارواکو فساد پکې وکړ، د بسترونو د منظورۍ کار چې په حکومت پورې تړلی دی تراوسه د غوښتنې په بڼه پاتې دی.
    همداسي شيخ زايد پوهنتون د اماراتو په مرسته ورغول شو، يوازې يو روغتون چې د لوړو زده کړو د وزارت په بودجه جوړ شوی يوازې تعمير يې فعال دی، نور هيڅ فعاليت پکې نه کېږي.
    اوس پوښتنه داده چې د خوست رئيسان د کار نه دي که مرکزي حکومت د خوست د بيارغوني سره علاقه نه لري؛ همداشان ددې غوښتنو د پوره کيده وروسته خوستيانو نورې غوښتنې او پلانونه هم شته که خوست جوړ شو؟
     
    خاورې پښتون افغان