
هلمند مدني ټولنه: د ننګرهارکی هغه قوماندان چی د یوی کورني دوي نجوني یی خپل ځان سره بیولی دغه کارپه کلکو ټکو غندي.
هلمندمدنی ټولنه په هیوادکی هغه پیښی چی دبشردقانون اسلام او افغانیت سره سره ددود او دستورسره مخالف وی ټول کارونه په کلکو ټکو غندي او له اړوندو ادارو دیادو کسانو دمحاکمه کیدو غوښتنه کوی.
دهلمندمدنی ټولنی مشر سردارمحمد همدرد دننګرهارپه ښیوی ولسوالی کی دګل کریم قوماندان چی دیوه کس دوی نجوني یی ځان ته په نکاح کړي دغه کارپه کلکو ټکو غندي اوداکارداسلام او افغانیت سره سره دبشرضدجنایي کړنه بولی او له ولسمشره غواړي چی ورته کسان ونیسی او قانونی منګولو ته یی وسپاري.
همدرد دننګرهارپراولس هم ږغ کوي چی ورته کس راونیسي اواسلامي سزا ورته ورکړي هغه له اولسونو نه دخپلو حقونوداخیستلو پرترلاسه کولو دیو موټی کیدو غوښتنه کوي
هلمندمدنی ټولنه دبشرحقونوخپلواک کمیسون هم ږغ کوی چی ورته پیښی چی پدی وروستیو کی دولسمشردلمړی مرستیال جنرال دوستم ، ننګرهار او کندهارکی رامنځ ته سوی څیړنه ترسره او پدی برخه کی جدی اقدامات وکړي.