سرتیري له هیواده دفاع کوي که له چارواکو؟ 

 
د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ، او حاکمیت څخه په تیر کې خلکو په غیر منظم ډول دفاع کوله ، کله به چې د هیواد په لویدځ ، ختیځ ، سهیل او شمال باندی د امپراطورانو لخوا بریدونه کیدل ، د هیواد له ګوټ ، ګوټ څخه به د سمت ، ژبې او قوم په نظر کې نیولو څخه پرته ، د خپلو کمو وسایلو ، خو لوړو ارادو پر اساس به یې دښمن نه پریښود ترڅو شوم خوبونه یې رښتیا شي.
دغه سلسله روانه وه ، خو په لمړي ځل د افغانستان په معاصر تاریخ کې د ښې حکومتولۍ لپاره ، نه یوازې چې بیلابیلې ادارې رامنځ ته شوې ، بلکه یو منظم او رضاکار پوځ ، په خوارا چټکۍ د ښاغلي احمد شاه ابدالي له لوري منځ ته راغۍ.
د هغه وخت قبایلي مشرانو چې په ملوک الطوایفي کې یی مزې کولې ، ځکه احمد شاه ابدالي د افغانانو د مشر په توګه وټاکه ، چې یو خو دوی خپل منځ کې د یو او بل پر ټاکلو سره اتفاق نه درلود ، بله دا چې دوی غوښتل چې د داسې کم نفوسه او کمزورې قبیلې استازې مشر کړي ، چې هر وخت وغواړي خپل فرمایشونه پرې د کوم شرط پرته ومني.
نوموړي مشران د احمدشاه ابدالي له هوښیار تیا او د هغه د حکومتولۍ د فکر څخه خبر نه درلود ، احمدشاه ابدالي د ټاکل کیدو سره سم ، د قبایلي مشرانو د قانون په تار تړلو لپاره د هغوی د غیرمتمرکز قدرت د مهارولو لپاره ، منظمه اردو رامنځ ته کړه.
پوځ د افغانستان په تاریخ کې د ملت په استازیتوب زیاتې قربانۍ ورکړې ، د هغه مهال نه لا تر اوسه د پوځ او هیواد مخالفې ډلې امنیتي ارګانونه ، د هیواد مدافعین نه ، بلکه د چارواکو مدافعین بلل. خو پوځیانو په لوړ مورال د ملت په استازیتوب له هیواده دفاع کوله.
طالب او د حکومت نور مخالف وسله وال وایي چې سرتیري له چارواکو دفاع کوي ، پداسې حال کې چې د حکومت مشرانو نه مخکې له چا سره شخصي دښمني درلوده او نه یې اوس د شخصي اختلافاتو په پار له طالب وسله والو سره لانجه لرلې ، سرتیري د احمد شاه بابا له حکومت څخه رانیولې آن تر اوسه د حکومتونو د بدلیدلو سره سره د دوی د وطن څخه د دفاع اراده نه ده بدله شوې.
که اوس وخت ته راشو ، پوځیان د افغانستان د حاکمیت ساتنې ، ملي ګټو او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې مسولین دي ، له همدې موخو څخه یې د ساتنې لپاره آن د خپلو وینو د تویدلو څخه دریغ ندې کړې. له سرتیرو څخه به هم د هیواد څخه د دفاع او داخلي امنیتي چارو د سمون لپاره ګټه اخیستل کیده ، خو اوس خبره یو څه سرچپه شوې ، په نورو هیوادونو کې د سرتیرو وژل کیدل د وژونکو پرواړندې د نظامي او ملي سیاستونو د بدلون سبب ګرځي. په نورو هیوادونو کې هغه چاته مډال او ستاینلیکونه ورکول کیږي چې له هیواد څخه یې دفاع کړې وي . خو دلته له سرتیرو څخه ځینې چارواکي د ریګ د بوجیو کار اخلي ، د عزرایل څخه د ځان ساتنې لپاره یې هغوی د عزرایل خولې ته نیولي ، دښمن پر امنیتي ځواکونو دکافر فتوا له پاکستانه کاغذ پیچ راوړې ده ، د سرتیرو مرګ د ځان لپاره په دیني فتوا نه ، بلکه په استخباراتي او سیاسي فتوا روا بولي.
د دولتي چارواکو مدافعین سرتیري چې د شهادت مقام لاس ته راوړي ، تر هغو زیات نازول کیږي چا چې د هیواد څخه د دفاع په خاطر د شهادت مقام د خدای له درباره ترلاسه کړې. پدې معنی د هیواد مدافع شهید سرتیري جنازه او فاتحه کې ځکه څوک ګډون نه کوي ، چې له کوم چارواکي سره یې دنده نه درلوده بلکه د هیواد څخه دفاع یې دنده وه ، د تکفین او تدفین پیسې او دولتي مرستې یې په خوارا ځنډ او خنډ سره د شهید کورنۍ ترلاسه کوي.
د حکومت ځینې چارواکي له سرتیرو څخه د ځان د دفاع په خاطر له هغوی څخه د ریګ د بوجیو کار اخلي ، له هیواد څخه د دفاع په خاطر وژل شوي سرتیري هیڅ مډال د خپل عمر تر پایه وانخیست ، مګر هغه سرتیرې چې له دوی څخه یې دفاع کړې وه ، په څو مډالونو او مادي ستاینو بی دریغه ونازول شو.
ځینې نظامي چارواکي هم نه غواړي خپل بچیان د هیواد څخه د دفاع لپاره د جنګ ډګرونو ته ولیږي ، نه یوازې خپل د پرې ملګري یې له جنګ څخه لرې ساتلي ، بلکه هغوی ته یې لوړ دولتي امکانات او په کم وخت کې د لوړو رتبو خاوندان څخه برخه مند کړي دي. د جنګ په ډګر کې د جنګیدونکي سرتیري د لاس څخه د هغه د واده د نکریزو د شپې رنګ نه وي تللې ، چې د ظالم دښمن مرمۍ یې ټټر ته ورسمه شي.
د اشخاصو څخه مدافعین سرتیري په کم وخت کې د رتبو په اخیستلو تر لوړو موقفو رسیږي ، هغوی د جنګ میدان نه وي لیدلې ، هغوی د جنګ نظامي او سیاسي تحلیل نشي کولای ، د هغوی ضعیف درک د څو نورو سرتیرو د شهادت او د دښمن د لا بري سبب ګرځي.
د پوځ د غښتلې ارادې په واړاندې د جنګیدونکو وسله والو او د هغه چا ترمنځ توپیر شاید ډیر ستونزمن وي چې په سافټ ډول ، سرتیري د کمزورې مشرۍ او واسطې په لاس د مرګ په خوله کې ورکوي.