عجيبه قضاوت!!!

 
عجيبه خبره ده چې  دپاکستان سرکاري او مرتد ملايان لکه : ملا فضل الرحمن ډيزلي ، ملا  سميع الحق ، ملا حافظ سعيد ، ملا ساجد مير، ملا نوراني،  عمران خان کرکټي، جنرال حميد ګل،  راحيل شريف، مفتي )آی ايس ای(  او نورملايان او مفتيان په افغانستان کې جهاد سم ګڼي اوپه پاکستان کې ناروا !!! حال دا چې په افغانستان کې قانون شريعت دی، د امام ابوحنيفه رحمه الله  په فقه فيصلې کېږي او هغه قاضيان پکې ناست دي، چې ښکلې پګړۍ يې وهلې دي ، ښکلې ږيرې ، د لمانځه او روژې پابند دي ، څوک د شرعياتو له پوهنځي فارغ شوي دي ، څوک له اکوړي مدرسې ، څوک له اشرفيې مدرسې، څوک له سرحد مدرسې ، څوک له حديقة العلوم ،څوک له اثريه مدرسې..... په افغانستان کې چې وکيل پوره ملا نه وي، وکالت نه شی کولی؛ ځکه چې هغه کله قضيه او دعوه جوړوي او يا له چا دفاع کوي، نوپه هدايه ، بحرالرائق، فتح القدير، قاضی خان ، عالمګيري ، ردالمختار او نورو اسلامي کتابونو باندې حوالې ورکوي.. اوپه پاکستان کې قانون انګرېزي دی، خرېيلي مرتدان ججان پرې فيصلې کوي ، له چين او انګرېزانو سره يې دوستي ده، ګاډي د انګرېزانو ( برتانيې ) په قانون په کيڼ لاس چلېږي ، رسمي رخصتي د انګرېزانو غوندې د يکشنبې په ورځ ده ، د پاکستان له زېږېدونه تر اوسه په لاهور  کې کچني خانو کې د زنا لپاره ښځې ناستې دي او د پاکستان د پوليسو او قانون حمايت ورته حاصل دی ، د پاکستان په زړه : اسلام اباد کې د قرآن حافظانې او حافظان په جامعه حفصه کې په بمبار وژل کېږي ، د مولانا فضل الله مور  او په زرونه د دين طالبان او نور مسلمانان د (اي ايس ای) په جېلونو کې کړېږي او وژل کېږي ، په سوات ، باجوړ ، مومندو ، خيبر ، اورکزو ، کورمې ، وزيرستان ، بلوچستان ...... کې په زرونه مسلمانان وژل کېږي ، په زرونو کورونه ، جوماتونه او مدرسې يې ړنګېږي ....... خو له دې ټولو سره سره بيا هم په پاکستان کې جهاد ناروا  او په کشمير او افغانستان کې روا دی!؟ . زه خو وايم دا سمه ده، چې هندوستان کې له مسلمانانو سره ظلمونه شوي دي؛ خو که ددواړو مقايسه وکړو، نو هندوستان نسبت پاکستان ته د مسلمانانو لپاره ډېر ښه دی، هندوستان کې په کوم جومات ، مدرسې او د مسلمان په کور بمباري نه ده شوې، په هندوستان کې مسلمانان ، جوماتونه ، مدرسې ، کتابخانې ، علماء ، مفسرين ، محدثين ،فقهاء  او نور اسلا مي شعائر له پاکستان څخه زيات دي؛ په پاکستان کې ټول ګډوډ نفوس تقريبا اتلس ميليونه دي، چې په دې کې مسلمانان ، هندوان ، سيکان ، پروېزيان ، قاديانيان ، کمونستان ، مرتدان ، يهود ، نصارا او نوره چکني شامله ده . او په هندوستان کې يواځې مسلمانان له پنځه دېرش کروړو زيات دي. په هندوستان کې چې کله مولانا ابوالحسن ندوي د تعليم وزير شو، د ګرند زده کړه يې غيرلازمي کړه، په هندوستان کې د اسلام په جرم هيڅوک په زندان کې نشته او نه يې په امريکا کوم مسلمان خرڅ کړی دی؛ خو د پاکستان جېلونه له مسلمانانو ډک دي، او په سوونو مسلمانان يې په امريکا خرځ کړل او د ګوانټانامو وحشي زندان ته يې ولېږل...... خو په دې ټولو سربېره هندوستان دارالحرب دی ، نو پاکستان خو په طريق اولی دارالحرب دی، هندوستان اصلي کافر دی معاهده ورسره کېدی شي ، جزيه ترې اخيستل کېدی شي او اهل ذمه جوړېدی شي ، مستامن جوړېدی شي..... او پاکستاني حکام مرتدان دي، د ټولو فقهاو په اتفاق دا يو هم ورسره نه شي کېدی او جهاد ورسره له اصلي کافر مخکې فرض او مقدم دی . پاکستان د اسلام په نوم جوړ شوی دی؛ خو هماغه جمهوريت او انګرېزي قانون پکې نافذ دی ؛خو پوځ، چارواکي او د ( آی ايس آی ) غوندې ادارې له قانون لوړ او مستثنا دي.  له اسلام او مسلمانانو سره چې پاکستان څومره جفا، خيانت او ظلم کړی اولا روان دی ؛ هندوستان هيڅکله نه دی کړی ، لشکر طيبه، جيش محمد او د (آی ايس ای) نور تنظيونه دې لومړی په پاکستان کې جهاد وکړي ، اسلام آباد دې له مرتدانو ازاد کړي ،اسلام دې نافذ کړي، بيا دې بې شکه کشمير او هند کې وجنګېږي. . نږدې اسلام آباد پرېښودل او د اسلام آباد په اشارو، مشورو، اوامرو ، وسلو او وسايلو په کشمير کې جنګېدل يو خالص سياسي جنګ دی او له اسلام سره يې هيڅ تعلق نشته . الله سبحانه وتعالی فرمايي: ( قاتلوا الذين يلونکم من الکفار وليجدوا فيکم غلظة ) ( له هغو کافرانو سره وجنګېږئ، چې تاسو ته نږدې دي او په تاسو کې دې سختي ومومي ) نو نږدې اسلام اباد پرېښودل او لرې کشميرکې د اسلام آباد لپاره جنګېدل، نه اسلام دی اونه جهاد.
همدا اوس ( آی ايس آی ) د کرنل علي په نوم يو کرنل  د دې لپاره ټاکلی دی، چې د تحريک طالبان پاکستان غړي بې لارې کړي، په بيه يې واخلي او د خپلو ګټو لپاره يې استعمال کړي. ( آی ايس آی ) د تحريک غړو ته دعوت ورکوي او ورته وايي چې :
۱ ـ يا په کشمير او افغانستان کې جهاد وکړئ او ښه پرېمانه پيسې ، وسلې او وسايل مونږ درکوو.
۲ – يا عربي هېوادونو ته لاړ شئ ، پيسې ، پاسپورټ او وېزې مونږ درکوو ، هلته تر هغه کار کوئ، چې کله جهاد شروع شو؛ تاسو به تيار هلته يئ او جهاد به کوئ.
۳ - يا ښې ډېرې پيسې درکوو خپل کار و بار پرې پيل کړئ، خو په پاکستان کې له جهاده لاس واخلئ.
دا خبرې څو دګوتو په شمار ضعيف النفسه، له دين ناخبرو او پيسه پرستو ومنله او ورغلل؛ خو ننګيالي مجاهدين يې هيڅکله نه مني او خپل مقدس جهاد ته يې په مېړانه دوام ورکړی دی.
اصلي او پاک مجاهدين د مولانا فضل الله صاحب په مشرۍ تحريک طالبان ، د عبدالولي صاحب په مشرۍ جماعة الاحرار، د اخترمحمد خليل صاحب په مشرۍ مجلس عسکري، د حکيم الله صاحب ملګري او نور هغه مخلص مجاهدين دي، چې په پاکستان کې جهاد في سبيل الله کوي او له هيڅ مرتد نظام پورې تړلي نه دي .
او ننګيالي ، توريالي ، مېړني او پتيالي جنګيالي هغه بلوچان دي، چې نه پاکستان مني او نه ورته غاړه ږدي.