حکومت کوم دی؟!

 
حکومت د انساني ټولنې هغه اړينه اړتياده، چې د ژوند د ګڼو اړخونو سمون ورپورې تړلی دی ؛ خو له بده مرغه چې په افغانستان کې له څلورو لسيزو راپه دېخوا د حکومت په نامه کوم موجود وجود نه لري . د کمونستانو پرله پسې کودتاوې، د ولس بې سوادي، بې وسي او بې وزلي، د چارواکو پراخه اداري فساد او دکينه کښو ګاونډيانو او نورو بهرنيو پرله پسې لاسوهنې هغه لاملونه دي، چې په افغانستان کې يې د ريښتيني واکمن او مسلط حکومت مخه ډپ کړې ده. دا خو لا پرېږده چې اسلامي دی که غير اسلامي؟ زه وايم چې مطلق حکومت نشته.
ــ هغه حکومت چې په تاريخ کې يې د اداري فساد ساری نشته.
ــ هغه حکومت چې د خپلو پولو او بريدونو ساتنه نه شي کولی او دننګرهار د خويزو غوندې سيمې ترې ګاونډيانو نيولي ، تصرف يې پکې جاري دی او دوی ورته خړ خړ ګوري.
ــ هغه حکومت چې له ګاونډيانونه د خپلو بنديانو او حقوقو پوښتنه نه شي کولی.
ــ هغه حکومت چې ګاونډيان پرې د ميزايلو ګوزارونه کوي او دوي ځواب نه شي ورکولی.
ــ هغه حکومت چې خپلو دښمنانو ته شخه خبره نه شي کولی.
ــ هغه حکومت چې د ګاونډيانو کرنيلان او مېجران يې د هېواد ګوټ ګوټ ته راځي او د تخريب لپاره په خلکو پيسې او وسلې وېشي.
ــ هغه حکومت چې د خپل هېواد په ډېرو سيمو واکمن نه دی.
ــ هغه حکومت چې د نړۍ ميلياردونه ډالر ورته راغلل او د خيانت په ګوړم کې يې ډوب کړل.
ــ هغه حکومت چې پراخه ځمکه او اوبه لري او له اوړو نه تر باټينګرو پورې هرڅه له بهره راواردوي.
ــ هغه حکومت چې د دې ظرفيت نه لري، چې له خپلې ځمکې نه پراخه معادن را اوباسي.
ــ هغه حکومت چې کارخانې نه لري او د ګنډلو ستن هم له بهره راواردوي.
ــ هغه حکومت چې پوځ يې نه جنګي الوتکې لري، نه ټينکونه، نه توپونه........او نه خپلو مامورينو او عسکروته معاش ورکولی شي.
ــ هغه حکومت چې د دې واک نه لري، چې په خپلواکه توګه په خپله خوښه الوتکې ...... راونيسي.
ــ هغه حکومت چې د هغه ديموکراسۍ نتايج نه شي اعلانولی او په چا نه شي منلی، چې دوی يې دعوه کوي او پرې باور لري.
ــ هغه حکومت چې يو ولسمشر نه شي انتخابولی او دوه سری دی.
ــ هغه حکومت چې په مياشتو مياشتو خپل وزيران او مامورين نه شي ټاکلی.
ــ هغه حکومت چې په وران افغانستان کې يې وزيران د وزارت د بوديجې د مصرفولو اهليت او ظرفيت نه لري.
ــ هغه حکومت چې انتخابات نه شي کولی.
ــ هغه حکومت چې په تذکره کې د افغان نوم نه شي ليکلی.
ــ هغه حکومت چې لياقت پکې معيار نه دی او په مختلفو نومونو، نسبتونو او ډلو وېشل شوی او پاشل شوی  دی.
ــ هغه حکومت چې ولس يې د هر ډول محروميت ژوند کوي.
ـــ هغه حکومت چې د ولس واړه ماشومان يې د تعليم په ځای په ډېرانونو خپله روزي لټوي.
ــ هغه حکومت چې د پلازمېنې (کابل) ښار يې د ښاروالۍ له زرونو منسوبينو او مصارفو سره سره ډېران ډېران دی.
ــ هغه حکومت چې يو چارواکی يې په پلازمېنې (کابل ) کې د ترک تبارانو په کور ورننوځي او بې عزتي يې کوي او هيڅوک ترې پوښتنه نه شي کولی، بلکه لا زياتي يې نازوي.
ــ هغه حکومت چې يو جنرال او لوړپوړی چارواکی يې خپل شخصي دښمن شپېته کلن (احمد ايشچي) نيسي، بندي کوي لواطت ورسره کوي......... او هيڅوک ترې پوښتنه نه شي کولی.
ـــ او هغه...... او هغه........ اوهغه........(کوم کوم جرم به يې درته شمېرم).
آيا دا حکومت ګڼلی شو؟.
هيڅکله نه. نوحکومت کوم دی؟!.