
له هغه وروسته چی یوه اویاکلن کس د ولسمشر پرلومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم باندی تورپوري کړچي پرهغه یی جنسی تیری ته خلګ هڅولي او وهلی ډبولي یې دي.
هلمندمدني ټولنه پرایشیچی ترسره سوي کارپه کلکو ټکو غندي او له ولسمشره ،نړیوالی ټولني او دبشری حقونو خپلواک کمیسون نه غواړي چي ورته قضیی وه څیړي او داسی جنایت کوونکو ته نړیوالي محکمي له لوري سزا ورکول سي.
دهلمندمدني ټولنی مشر سردارمحمد همدرد وایي که چیري پرایشیچی ورته کارترسره سوي وي نو دیادو کسانو علني محکمي کیدو سره سره دی نړیوال قوانین پری پلي او بشری جنایت کوونکي دی وه پیژندل سي.
همدرد دبشرحقونو نړیوالو ادارو باندی ږغ کوي چی دهغه قضیه دي دقیقه وه څیړل سي او تورن کسان دی محاکمه کړاي سي.
هلمندمدني ټولنه په ورته کارونو باندی خواشینی ښیی او دهیواد له ټولو خلګو غوښتنه کوي چی دخلګو دحقه حقونو ددفاع په موخه خپلي هلي ځلې ترسره ترڅو حق پلي او عدالت رامنځ ته سي.