(۲۰۰۹)کال : دمجاهدينو بريا او داشغالګرو اضطرار

يرميلادی کال دالله په نصرت او د مجاهدينو دبرياليو عملياتواو کلک مقاومت او دافغانستان د اسلامی امارت دمنسوبينو دسياسی پوهی او بصيرت له امله له پوځي ،سياسي او مطبوعاتی اړخه د پخوا په نسبت يو له برياوو او لاسته راوړنو ډک کال وو .
يرکال په اشغالګرو ځواکونو او دهغوی په لاسپوڅو باندی دمجاهدينو له لوری جبهی ،چریکی او مخامخ جنګونه او دمځکی لاندی دښخ کړل شويوماينونو بریدونه او حملې د نورو کلونو په پرتله دومره زياتی وې چی مغرور دښمن یې په نارو کړ او له مجاهدينو سره یې دروغی جوړی اوسولې دخبرو اوازې اوګنګوسی پيل کړل چي داخپله د اشغالګرو فوځی او سياسی ماته او دافغانستان داسلامی امارت يوه لاسته راوړنه ده .
له سياسی پلوه دافغانستان داسلامی امارت دمشرتابه سياسی بصيرت ، پوهی او دهرې پېښی او مسلې په وړاندی په برحقه دلايالو ولاړ دریځ او دمجاهدينو پرله پسې او نه ستړی کیدونکی کارنده بریدونو، دشمن په اضطرار اونا قرارۍ کی اچولی او په کوردننه له زيات شمير جنجالونو او ولسی مخالفتونو سره مخ کړی ،ثابته او پخه پالیسی نلری ،له يوې خوا کله دنورو ډيرو فوځونو درالیږلو خبرې کوی او له بلې خوا یی ډيرژر په بيرته وتلو غيرمعقول نظر څرګندوي اوله سياسی لوری دمسلې د حل په لارو چارو دغور کولو غوښتنه کوی.
همداراز له سياسی برياوو نه يو ه داچی ديرکال دولسمشرۍ دانتخاباتود لوبې او ډرامې په مهال ، ولس داسلامی امارت بلنې ته لبیک ووایه او دا پروسه دولس په عام پریکون او دمجاهدينو دکارنده بریدونو اوقبلی پلان شويو تکتیکونو له برکته ناکامه او دلویدلو رايو شميره یی تر اټکل زياته ټیټه او دټولو سياسی کتونکو او مبصرينو په وينا يوازې د راواردې شوې دیموکراسۍ دبقا لپاره يوه نمایشي پروسه وه او بس .
که يرکال ته نظروکړو په مجموع کې داويلی شوچې دمجاهدينو دبريالي اوافغانستان شموله مقاومت له برکته دملګروملتونو دادارې اواروپايي ټولنې په شمول زياتره غربي مغرورقدرتونه داسلامي امارت دسياسي ځواک اوپرستيژ په منلو اړشول هغه نړۍ چې يووخت یې داسلامي امارت مجاهدين يوسطحي او لنډمهالی خوځښت باله بالاخره ديوه معتبر افغاني اواسلامي تحریک په توګه ددوی دسياسي ځواک په منلوقائل شول .
يرميلادي کال دالله تعالي دنصرت او دمخلصو مجاهدينو دهلو ځلو په برکت له پوځي او جهادي اړخه دپخواپه نسبت يوتراټکل لوړ بريالی کال وه چې يرغلګرو ځواکونو په کې دسراومال درانه تلفات وزغمل دکال په سرکې له پسرلي وړاندې ددرست افغانستان په سطحه دمجاهدينو په تشکيلاتو کې داسلامي امارت دمشرتابه شورا له تصمیم سره سم ژور ادلون بدلون او نوي تقرري راغله دغه راز دجهادي جبهاتو دلاموثریت لپاره په ټولو ولاياتو کې په نوې بڼه نظامي اوملکي تشکيلات رامنځته شول چې الحمدلله دجهادي برياوو په لاسته راوړلو کې یې سترنقش درلود.
ديرکال دمارچ دمياشتې په پيل کې امریکایی اولس مشر بارک اوباما دافغانستان په اړه نوې ستراتیژي اعلان کړه اوویې ويل چې دې هيوادته به لسګونه زره اضافي عسکر ولیږي دهمدې پیښې په تعقیب دثور دمياشتې له لسمې څخه داسلامي امارت دمشرتابه شورا لخوا په يوه مطبوعاتي اعلامیه کې په درست افغانستان کې مجاهدينوته دنصرت په نامه دنويوعملياتو دپيل امرورکړل شو اوپه دې ډول په درست هيوادکې ددښمن په ثابتو او سيارو ځواکونو او نورو اهدافو بريالي او همآهنګ عمليات پيل شول داعمليات دپخواپه نسبت خورابريالي اومنسجم چې دهرې ورځې اومياشتې په يریدو ورسره ددښمن دسريرو مرګ ژوبله او مالي زيانونه لوړیدل.دثبوت لپاره به په لاندي ترتیب شوی جدول کي يرغلګرواودهغوی ومزدورانوته د يرکال په مهموفوځی عملياتو کې د وراوښتوزيانونودقیقه اومستنده احصائیه وړاندي کړو، چي جزئيات یې وخت په وخت داسلامي امارت دويندويانولخوادرسنيوپه واک کي ورکړل سوي دي .
 
وژل شوي او ژوبل شوې بهرنيان وژل شوې داخلي عسكر ټپي شوې كورني عسكر ويجاړشوي عراده جات او شوبلې رانسكوري شوي الوتكې شهيدان او ژوبل شوي مجاهدين
5587 7254 2069 3667 44 540
په تأسف سره چي په همدې کال کي دوحشي يرغلګروپه ړندوبمباريواومخامخ ډزوکي دهيوادپه بېلابيلوسیموکي په سلګونوملکي افغانان هم شهیدان سوي اوکورونه یې وران سوي دي چي ؛دبېلګې په توګه یې دفراه دبالابلوک اودکندزدچهاردرې خونړۍ اوبوږنونکي پیښي يادولای سوچي ،په ترڅ کي یې تر«۵۰۰»سوه زيات هيوادوال چي ډيری یې ښځي اوماشومان ووشهیدان اوټپيان سول . دافغانستان اسلامی امارت لکه څرنګه چی دهرې يادې شوې دردونکی پیښې دپيښېدو پرمهال دخواخوږۍ او تسلیت پیغام خپورکړی يوځل بيا دشهیدانو کورنيو ته الله تعالی له درباره دصبرجميل او اجرعظیم غوښتنه کوي .
دافغانستان اسلامي امارت به په راتلونکي (۲۰۱۰)زکال کي دنړيوالونيواکګروځواکونوپه وړاندي دلوی او ځواکمن څښتن په نصرت او دډول ډول پوځي مهارتونواوپرمختللوتاکتیکونوپه کارولوسره دسپيني ماڼۍ اوبروکسل مغروراوجنګ خوښي چارواکي اړکړي چي له افغانستان څخه پښې سپکي کړي .
دافغانستان اسلامی امارت