په افغانستان دامريکايي يرغل  دلسمې کليزې درارسيدو په مناسبت داسلامي امارت اعلاميه

 پوره لس کاله وړاندې  د ۲۰۰۱ میلادی کال داکتوبر په اوومه نیټه ، امریکایي مغرورو استعمارګرویوځل بیا په  ټولو بشري  موازینو او مقرراتو پښه کیښوده ، دانسانیت  خپلواکي  اوځمکني  استقلال ته داحترام  اصل یې هيرکړاو په پوره بې رحمۍ یې دافغانستان په خپلواکه خاوره برید وکړ .
په افغانستان دامریکایي یرغل دادی لس کلونه پوره شول ، په تیرو لسوکلونو کې  چې  په دې هیواد کې څه پیښ شوي دي  ، ډیر هغه حقائق یې جوت او ثابت کړي دي چې یوه لسیزه وړاندې  دغربي مطبوعاتو دتبلیغاتو په پردو کې پټ ساتل شوي وه  ، په تیرو لسوکلونو کې امریکایي یرغلګرو په دې هیواد کې په خپل  جنایت کارانه او استثماري  کردار سره ثابته کړه ، چې  ددیموکراسي دلیږد ، همکارۍ ، سوله ساتنې  او په اصطلاح له تروریزم سره دمبارزې تر شعار لاندې په خپلواکو هیوادونو کې امریکایي مداخلې ټولې یوازې داستثماري  او اشغالګرانه اهدافو لپاره ترسره کیږي  ، امریکایي اشغالګران  چې ځانونه دنړیوالې سولې  علمبردران بولي، تیرې لسیزې ثابت کړل چې دوی  په حقیقت کې دانسانیت په وړاندې ترټولو ظالم ، بې رحمه  او حیله ګر خلک دي ، چې دخپلو استعماري اهدافو لپاره له هیڅ ډول جنایت  او جفا  څخه دریغ نه کوي .
په تیرو لسوکلونو کې امریکایانو که له یوې خوا افغانستان  له یوه  مشروع اسلامي نظام څخه محروم کړی ، له بلې خوایې داولس څخه دسولې ، اطمینان او امنیت نعمت هم اخیستی دی ، اولس له  جسمي ، روحي ، معنوي ، عقیدوي ، تعلیمي او اقتصادي اړخه  سخت ځپل شوی او زیانمن شوی دی ، دافغان سرلوړی اولس په سر مغرضو یرغلګرو ټول هغه  ټوپکیان ، مفسدین ، رشوت خواره  او استخباراتي اجیران  حاکم کړي دي ، چې له دې پخوا داولس له  خوا رټل شوي او دهیواد پرېښودو ته اړ شوي وه .  
څنګه  چې په افغانستان له امریکایي یرغل سره هم مهال  افغان اولس داسلامي امارت ترقیادت لاندې  دیرغلګرو په وړاندې د جهاد فریضې  ته امادګي وښوده او عملا ددښمن په مقابل کې مقاومت ته راوړاندې شو ، تیرلس کلونه دجهادي کارنامو ، دیرغلګرو ددتلفاتو او دالهي نصرت په برکت دمجاهدینو دلاسته راوړنو له  اړخه هم  ډیر امیدبښونکي او دعبرت وړ وه .
لله الحمد داسلامي امارت مجاهدینو په ډیرو ناچیزو وسلو او وسائلو مګر په لوړ عزم او توکل  ددښمن په وړاندې جهادي مبارزه ژوندی وساتله ، جهادي عملیاتو ته یې په تدریج  وده ورکړه ، ددښمن په مقابل کې یې بیلابیل تاکتیکونه وکارول او بې حسابه قربانۍ یې ورکړې ، چې په پایله کې یې دهمیشني اشغال په نیت راغلی دښمن دې ته مجبور کړ ، چې له دې خاورې څخه دوتلو او شاګرځ په اړه فکر وکړي .
اوس چې دامریکایي متکبرانه یرغل  له پيل څخه لس کلونه تیریږي ، په حالاتو ، نظامي موازينو ، ستراتیژیو او عامه نظرونو کې اساسي  تغیر راغلی ، او په نړیواله توګه اولسونه  او حقیقت لیدونکي ص  دنظرخاوندان په دې باور دي چې په افغانستان کې دامریکایي سرتیرو پاته کیدل ، ددوی لپاره له اضافي مصارفو ، ناکامي او شرمندګۍ پرته بله نتیجه نلري  .
داچې دامریکایي یرغلګرو په وړاندې دافغان اولس په سرلوړي جهاد لس کلونه تیر شول ، افغان اولس ته ورپه زړه کوو چې دتیرو لسوکلونو غوندې الهي نصرت له موږ سره دی  ، که موږ په حبل الله باندې منګولي محکمې وساتو ، له نفاق ،اختلاف ،عجب  او نورومهلکو امراضو څخه ځانونه وژغورو  ان شاءالله لرې نه ده چې په الهي نصرت سره مودښمن په یومخیزه توګه  دافغانستان په پريښودلو مجبور شي .
                                                                                             وماذالک علی الله بعزیز
دافغانستان اسلامی امارت
۱۴۳۲/۱۱/۰۹ هــــق
2011/10/07  م