
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې شنبې ورځې غونډه ((له مانه مه بیلیږه)) په نوم دتکړه شاعرې او لیکوالې آغلې حسینه ګل دشعرونو دټولګې مخکتنې ته ځانګړې شوې ده .
دبهیر له قدرمنو غړو او نورو خویندو څخه په ډیر درنښت هیله کیږي چې په ټاکلي وخت تشریف راوړي او په دې اړه خپلې مقالې او لیکلي نقدونه هم له ځانه سره ولري.
دغه غونډه او دمیرمن بهیر نورې اوونیزې غونډې د پوهنې وزارت په پنځم پوړ کې د پوهنې په کلوپ کې په یوه نیمه بجه جوړیږي.
دغه رازپه غونډه کې په مهمو کاري مسلو او کتابونو دچاپ په اړه هم خبرې او آزاده مشاعره هم کیږي . هیله ده په یوه بجه تشریف راوړﺉ.
په درنښت