
ګرانو خويندو!
لکه څنګه چې راتلونکې شنبه د ٢٠١٠ ميلادي کال د مارچ له ٧ نېټې او راتلونکې يک شنبه د مارچ ٨ د ښځې نړيوالې ورځې سره سمون خوري ، په دې توګه په مرکز او ولاياتو کې د بهير ټولو خويندو ته خبر ورکول کېږي چې د مشاعرې لپاره دې خپل هغه شعرونه له ځانه سره راوړي چې له همدې ورځې سره په تړاو يې ليکلي وي. زه هم له وخت څه په ګټې اخيستو تاسو ټولو ته له مخکې نه د دغې ورځې مبارکي وايم.ستاسو ټولو د برياليتوبونو په هيله.
په درنښت
توبا ندا ساپۍ