لپ ټاپ کمپيوټرونه د اولاد نه کېدو لامل کېږي.


ژباړه: نوراحمد عايل
پوهانو خبردارى ورکړى چې له لپ ټاپ کمپيوټرونو څخه اوږده او دوامداره گټه اخيستنه په سړيو کې د شنډيدا(اولاد نه کېدلو) لامل کېږي.
د لويولا پوهنتون څېړنکو ليکلي دي چې که څه هم د نوي ځوانان دا په سختۍ مني ،چې په راتلونکې کې به د ماشومانو پلار کېږي او يوه اوږده سلسله به جوړوي، خوبيا هم په نوې ځوانۍ کې يې کړنې په راتلونکي ژوند او واده کولو ژور اغېز لري.
څېړونکي په دې څېړنه کې دې پايلې ته رسېدلي دي چې له لپ ټاپ کمپيوټرونو څخه ډېر استفاده ، د هغو فاکټورونو له جملې څخه دي ،چې په سړيوکې د بارداره کېدو ځواک له منځه وړي.
 

ډاکټر سوزان کاويک چې په لويولا پوهنتون کې د سپرم او جنسي مسايلو څېړونکى او ډاکټر دى وايي چې نن سبا له لپ ټاپ څخه استفاده ډېره دود ده، او د يوې پرمختللې الې په توگه ډېر پلويان لري ،خو څېړنې ښيي چې له لپ ټاپونوڅخه وتونکې تودوخه کولاى شي د سړيو د سپرمونو ودې او توليد ته زيان ورسوي ، او په پايله کې د شنډتوب (اولاد نه کېدلو) سبب شي.
داکټر کاويک په همدې دليل ټولونارينه لپ ټا پ کارونکو ته وايي چې ددې منفي اغېز د مخنيوي په خاطر خپل لپ ټاپ کمپيوټرونه په غېږ کې مه ږدئ، او په خپله غېږه کې له کمپيوټرڅخه کار مه اخلئ ، هڅه وکړئ، کمپيوټر په مېز کېږدئ، او بيا ترې ګټه واخلئ.،او په عين حال کې له حفاظتي وسايلو څخه هم استفاده وکړئ.