
الله(ج) ته تر ټولو پیدا کړ شوو انسانانو، پېریانو، ځمکو، آسمانونو او داسې نورو مخلوقاتو غوره یوازې او یوازې زموږ محبوب ستر حضرت محمد(ص) دی او هر څه یې دده له مخې پیدا کړي دي یعنې که چېرې یې دی نه وای پیدا کړې نو هېڅ به یې هم نه وای پیدا کړي.
زموږ ستر لارښود حضرت محمد(ص) د اخلاقو هغه نمونه ده، چې د هر اړخیزه اخلاقو سرچینه یې بللی شو، دده د اخلاقو له اثره له کچې زیاتو نامسلمانو وګړو اسلام منلی دی.
هره خبره یې ثابته، محکمه او له ټولو ارزښتونو پوره ده، هره خبره یې د یوې نړۍ ارزښت لري او دده هرې خبرې ته موږ حدیث وایو، که چېرې دده په کومه خبره یا حدیث باندې باور ونه لرو نو موږ مسلمانان نشو ګڼل کېدای.
زموږ خوږ، مهربانه، انصاف لرونکی او په ټولو ښائیستونو برابر لارښود حضرت محمد(ص) هغه څوک دی کوم، چې زموږ د غوره، مسلمان او جنتي کېدو لامل ګرځېدلی دی. موږ باید فکر وکړو او بیا یې شکر ادا کړو ځکه که چېرې پر موږ باندې الله(ج) دا ستره لورېنه نه وای پېرزو کړې زموږ برخلیک به څه وو؟
د شکر ایستلو لپاره باید درود پرې ووایو؛
بسم الله الرحمن الرحیم
اَللّهُمَ صَلِ عَلی مُحَمَّدٍ وَ عَلی آلِ مُحَمَّدٍ
کَمَا صَلَّیتَ عَلی اِبرَاهِیمَ و عَلی آلِ اِبرَاهِیمَ
اِنَکَ حَمِیدٌ مَجِید
اَللّهُمَ بَارِک عَلی مُحَمَدٍ وَ عَلی آلِ مُحَمَدٍ
کَمَا بَارَکتَ عَلی اِبرَاهِیمَ وَ عَلی آلِ اِبرَاهِیمَ
اِنَکَ حَمِیدٌمَجِید.