څه ډول کولای شو په لږ وخت کې ژر چاغ شو؟

نویو څېړنو ښودلې ده، چې د ډنګړو وګړو په پرته چاغ وګړي راحت او ارامه وي. ډنګړ وګړي په ډېره اسانۍ سره کولای شي، تر څو وزن واخلي او ځان چاغ کړي. څېړنو ښودلې ده، چې ډنګر وګړي تر ټولو لومړی باید ورزش وکړي، خو دا فکر او مفکوره د له منځه یوسي، چې وایي ډنګړ کسان د ورزش کولو له امله نور هم ډنګرېږي، بلکې داسې فکر دې وکړي، چې ورزش انسان چاغوي ځکه اشتها یې ډېروي او ډېر خواړه خوري. کله چې څوک ډېر خوراک وکړي، نو هغه بیا چاغېږي هم.

څېړنې وايي ډنګړ وګړي باید هره ورځ ۴۵ دقیقې تېز پلي تګ یا دروند ورزش وکړي. کله، چې ۴۵ دقیقې پلی تګ وکړي او یا هم ۴۵ دقیقې یو دروند ورزش وکړي، نو په هغې صورت کې به یې د معدې تېزاب ښه ترشح شي او د لوږې احساس به وکړي.
وايي، چې د پلي تګ پر وخت باید غوړ لرونکې مغزي دانې وخوړل شي لکه- د لمر پرست ګل دانې، د فندق دانې او داسې نور.

ډانګر وګړي باید په لومړۍ میاشت کې له ځان سره خواږه خوراکي توکي ولري او وخت نا وخت یې وخوري او له هر یوه ساعت وروسته باید یو څه اندازه اوبه وڅښي او په همدې لومړنۍ میاشت کې باید ګرم څښاکونه ونه څښي لکه- چای، ډېرې ګرمې اوبه او داسې نور؛ ځکه ګرم څښاک معده مینځي او د بدن قندي توکي له منځه وړي.

دا مالومات د هغو وګړو لپاره ګټور دي څوک، چې غواړي خپل وزن ډېر کړي؛ خو دا د هېڅوک هم نه هېروي، چې په هر کار کې ډېرښت ښه نه دی؛ بلکې برابرښت سمې او ښې پایلې لري.