
ډیر ځل به مو د خپلو مشرانواو ملګرو په مجالسو کې دمیړه او ښځې د اړیکو ټینکښت او ثبات تر غوږو شوي وي، ښايې چې ځینو په خپل ژوند کې ازمايلې هم وي.
په همدی څیر به مو ليدلي وي او يا به درته تجربه شوي وي، چې يو دوست مو له واده وروسته تر ډيرې مودې پورې د کور له انګړه بهر نه راوځي، چې لأمل يې د خپلې ميرمنې سره د ښې اړيکې درلودل او ټينګښت دی.
که څه هم داسې ډیرې بیلګې شته، چې تر واده وړاندې د میړه او ښځې اړيکې ناوړه وي خو تر واده وروسته يې اړيکي رغيږي؛ دا د مينې او محبت يوه داسې نمونه ده، چې له دې پرته يې په نړۍ کې هيڅ ساری نه شو موندلی، د دې محبت ريښې په زړونو کې دومره ژورې وي، چې په پرې کيدو او جدا کيدو سره يې ان په رګونو کې د وينو جريان ودريږي.
د نکاح وروسته له ميرمنې سره نيکې او سالمې اړيکي د انسان د ټول ژوند په چارو اثر غورځوي، د رسۍ په څېر مضبوطي وي او ورځ تر بلې نورې هم پياوړي کيږي؛ دنړۍ هېڅ یو طاقت هم په دې نه دی توانیدلی، چې د دوي تر مینځ اړيکي اغیزمنې او یا هم غوڅې کړي.
دیادو اړیکو دټینګښت راز لوی څښتن تعالی دی، چې زړونه يي دیو بل لپاره دمیني څخه ډک کړي . رب العلمین فرمايي:
وَجَعَلَ بَيْنَكُمْ مَوَدَّةً وَرَحْمَةً
ژباړه : او ګرځولی ده په مینځ د ستاسي کښې مینه او رحمت
نوموړي ایت څخه په ډاګه څرګندیږي، چې د زړونو څښتن د نوموړو په زړونو کې دمینې ډیوې روښانه کړي او د ړندو مینانو په څير یو بل سره په تول تللې مينه کوي، چې د همدې مينې په پای کې يي الله تعالی په خپل رحمت (بچیانو) ونازوي.