
په نړیواله کچه د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو دپرمختیا او انساني (بشري) لاچارۍ نه وړاندې، نړۍ دیو داسې اغیزناک حل په لټه کېوه، چې غربت ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړيخو په خپل ټول ځواک سره ونتوانيده، چې پر نړۍ د غربت غوړيدلی جال ټول کړي او يو مناسب بديل ورته وړاندې کړي. د دغه ملا ماتوونکې ستونزې د خلاصون لار يواځې د اسلامي تګ لارې خپلول دي، د اسلام مبارک دين دغه کړکيچن او بحراني حالت ته د پای ټکی ايښودلی شي، د اسلامي لارښوونو فلسفه تر بل هر څه وړاندې د غربت په له منځه وړلو کې او د دغه ستونزې په بنيادي حل کې رغنده ونډه اخلي، چې د اسلامي خلافت موده يې ښکاره بېلګه ده.
نړیوال بانک دغربت ضد ستراتیژي څانګې یو لوړ پوړی چارواکی (جان پيګ)څو کاله وړاندېپدې هڅه او لټه کې وو، چې د يو څو اسلامي بنسټونو د پلي کيدو په مټ په نړۍ کې د غربت مفهوم له منځه يوسي، د دې موخې د تحقق لپاره يې مالي راکړه ورکړه او د زکات اصل په خپلو بانکي امورو کې تجويز کړل؛ له دې ځايه ویلی شو چې د غربت او بې وزلۍ د نړولو لپاره رښتونی ضامن او حل لار (اسلام) دی .
له بل اړخه جان پیګ ټینګار کوي، چې دبین المللی بانک دخورا مهمو موخو څخه یو دا دی، چې دیو داسې اقتصادي تګ لارې پلټنه وکړي، چې په هغې کې له غربت سره پراخه مبارزه او له نيستۍ سره هر اړخيزه او دوامداره جګړه وکړي، له بل پلوه د غربت له حاکميت څخه په ميړانه مخنيوی وکړي او پرينږدي، چې وګړي د غربت تر پولو لاندې راشي.
نن ورځ نړۍ د یو داسې سیستم په لټه کې ده او ورته سترګې په لار ده، چې دغربت دغه ستونزمنې شیبې له منځه یوسي او دا خبره يقين ته رسيدلی، چې د انسان په لاس جوړ شوي سیستمونو د يادې ستونزې حل لار نده موندلې. اسلام څوارلس پیړۍ وړاندې غربت ته دپای ټکي ایښودو لپاره وړاندیزونه کړي، چي یو له هغوي څخه زکات هم دی، شته حقايق په دې ګواه دي، چې زکات د غربت حاکمه توره فضاء ختمولی شي او ټولینزو او اقتصادی ستونزو په له مینځه وړلو کښې خورا مهم ګامونه پورته کوي.
اوس مهال ځینې اسلامي هیوادونو په ځانګړې ډول افریقا دلومړي ځل لپاره دزکات اداري بنسټ کیښود، تر څو له پورتنيو ستونزو څخه ځانونه خلاص کړي او له بل پلوه څو مستندو څیړنو په ډاګه کړې، چي د ياد هيواد غوڅ اکثريت خلک تر ډيره حده دزکات اداری پر بنسټ خوښ دي او هڅه کوي، چې دغه سيستم د تل لپاره په خپله خاوره کې دود کړي، تر څو د غربت له بلا نجات ومومي.
په ټوله کښی ویلی شو چې کفري نړۍ هم په دې باور ده، چې اسلام د انساني ژوند یو بشپړ او کامل نظام دی، چې هر اړخیزو ستونزو ته يي دحل لار موندلې او په دې هم باوري دي، چې زکات او دې ته ورته نور اسلامي قواعد د غربت څخه د خلاصون يواځينۍ لار ده.
لنډه دا، چې نړۍ تر هغې پورې د غربت له رنځه نه شي رغيدلی، تر څو چې د نړۍ روان اقتصادي خوځښت اسلامي اصولو ته غاړه کينږدي.