
هسې د کرزي صيب دولت او د بيان ازادي ده،هر سړى ليکوال،ژونالېست او د وينا د ازادۍ په پلمه د څو پيسو لپاره هغه شرمونکې چارې کولاى شي چې مه يې کوه پوښتنه!
يوه له داسې بېلګو څخه ډېره څرګنده هغه له پکتيا څخه خپريدونکې(پکتياغږ)اونيزه ده چې پخپله تازه ګڼه کې يې د مخدوم رهين په ننګه يوه ليکنه خپره کړې،زه يې په کلکه غندم او پر افغان ولس يې يوه لويه ملنډه ګڼم.