ننګرهار د لوټمارو په ولکه کې!

عجيبه ده چې ځينې خلک وايي په ننګرهار کې کار شوى دى،سړکونه پاخه شوي،بيارغونه شوې،امنيت دى او....دا هسې د پچې پر سر کشمېر ليدل دي،که له نېږدې ننګرهار وکتل شي،څه چې ويل کېږي هغسې نه دى،ننګرهار هم د اوسني فاسد نظام له فاسدو چارو يو ډېر اغېزمن شوى او زيانمن شوى ولايت دى،ادارې يې له مخې له څو سوداګرو سره ټيکه دي،حاجي ګل مراد،حاجي فاروق او يو دوه تنه نور په نومونو هغه سوداګر او په رېښتينې مانا د والي شېرزي هغه ملګري جېب وهونکي کسان دي چې د ننګرهار ټولې ادارې يې په ولکه کې نيولي،ټولې اجارې له همدوى سره دي،تر دې چې وېل کېږي دې خلکو له ننګرهاره بهر کابل ته لاسونه غځولي او هلته فاسدو چارواکو ته د بډو په ورکولو سره يې د ريسانو د ټاکلو کار هم پخپل واک کې کړى.د ننګرهار والي ګل آغا شېرزى چې وېل کېږي د آفغان چارواکو په ډله کې يو له تر ټولو لويو مفسدينو څخه دى،په ننګرهار کې لا هم ټوپکواکي پخپل زور کې ده،په لېرې پرتو ولسواليو کې اوس هم پخواني ټوپکوال له خلکو راج اخلي،قانون او سوله په ننګرهار کې هسې سمبوليک نومونه دي چې خلک يې وايي،که په ځير وکتل شي نو وبه ليدل شي چې د ننګرهار د نولسو ولسواليو تقريبا له نيمايي ډېرولسوالان نالوستي،بېسوادان اوهماغه پخواني ټوپکيان دي،د نورو سيمو په شان دلته هم اداري فساد يو له واکمنو توکيو څخه دى،په ننګرهار کې يوازې حکومتي لورى ولس ضدى نه دى،نوې ولايتي شورا چې د فساد پر ضد د مبارزې په نامه رامنځته او له خلکو يې رايې واخېستې،خپله په فساد ښکېله وخته،خپله د غړو په وينا يې په درغليو جوړه شوه.خلکو ته د خدمت پر ځاى پکې ځانغوښتنې خپل ځاى ونيو،دوه د تره زامنو(د حاجي قدير زوى جمال او د حاجي دين محمدزوى نصرت)پکې د دى پر ځاى چې د ولس غم وخوري د رياست په سر ناندرۍ پيل کړې.
همداسې رسنۍ چې بايد د دې ټولو ستونزو انعکاس وکړي د ننګرهار د فاسدې ادارې په چوپړ کې دي،له چارواکو پيسې اخلي،د ولس پر ستوني پښې ږدي او هغه ستونزې او مشکلات چې بايد يې وڅېړي او له منځه يې يوسي ورته يې شا اړولې ده.
په ټوله کې که سړى پورتنيو او نا يادو بېلګو او حالاتو ته ګوري دا نه شي ويلاى چې د ننګرهار خلک نېکمرغه دي،دوى که چوپه خوله دي زه وايم د دوى هغه سوله پالنه به وي چې په خټه کې يې اخږل شوې،همدا شان دهېواد روانو حالاتو ته په پام سره به څه نه وايي ياکه ويل يې غواړي وسه يې نه لري او....
په دې هيله چې د ننګرهار په ګډون ټول هېواد د فاسدو،پردۍ پالو او ځانغواړو چارواکو له منګولو راخلاص شي.
د دې ليکنې نورې لړۍ به هم انشالله تر هغې دوام ولر چې په ننګرهار کې وضعيت لږ راښه او چارواکي لارې ته شي.