قطر ته له کابل څخه د تللو ژورنالیستانو او شنونکو د سفر او د طالبانو

قطر هېواد ته له کابل څخه د تللو ژورنالیستانو او شنونکو د سفر او د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر او استازو سره د ناستو تفصیلي راپور.
لومړۍ ورځ:
د طالبانو د سیاسي دفتر استازي. د دفتر مشر شیر محمد عباس ستانکزی، شهاب الدین دلاور، قاري دین محمد حنیف، شیخ سید رسول حلیم، سهیل شاهین، ډاکټر نعیم وردګ، هدایت الله اخندزاده، عمار یاسر، زاهد احمدزی، جان محمد مدني، محمد داود عابد، محی الدین سادات، جهانګیروال، مسرور او یو شمېر نور ځوانان چې د دفتر سره یې په نتنظیماتي او تشریفاتي چارو کې همکاري درلوده.
له کابل څخه تللی ژورنالیستان او شنونکي: ډاکټر فیض محمد ځلاند، نظر محمد مطمین، لطیف نظري، اسد وحیدي، شاپور بختیار او زه میرویس ستانکزی.
د ناستې بڼه او وخت: له پیله پرېکړه شوې وه چې لومړنۍ ناسته به مقدماتي او د تعارف ناسته وي د ناستې ټول بهیر ۲ ساعته او دیرش دقیقې وخت ونیو.
د ناستې بهیر: ناسته په تلاوت پیل او بیا وروسته د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شیر محمد ستانکزي د ښه راغلاست او پیل وینا وکړه د ښه راغلاست تر څنګ یې د طالبانو د ظهور پر څرنګوالي او بیا تر ننه ددوی د جګړې او سولې دريځونه بیان کړل.
ستانکزي وویل: تر جهاد وروسته مجاهدینو په خپل منځ کې شدید اختلافات پیدا کړل او بلاخره داسې یو لوري ته ولاړو چې یوازې په کابل کې ۷ حکومتونه و د خلکو ژوند، مال او حتی ناموس مصئونه نه و هيڅ افغان له یو ولایت څخه بل ته تګ نه شو کولای.
بلاخره طالبان د همدې پاټکسالاریو او ټوپکسالاریو پر وړاندې د یو خودجوړشه حرکت په توګه رامنځته شول په پیل کې د طالبانو هوډ او اراده دا نه وه او نه یې تصور کاوه چې دوی به حکومت نیسي مګر دا چې کابل ته نږدې شول.
طالبان هغه مهال د ولسونو له هرکلي سره مخ شول، کله مو چې حکومت ونیو لا هم جګړه کې و خو بیا هم د طالبانو د واکمنۍ پر وخت په ټول هيواد کې امنیت بې ساری و، شریعت مو تطبیقاوه، نشه يي توکو کرکیله، توليد او قاچاق مو په وروستيو کلونو کې په یو حکم سره په ټول افغانستان کې صفر ته ورساوه او ...
موږ په شرعي چوکاټ کې د ښځو له تعلیم سره مخالف نه و موږ د امکاناتو په تناسب ښځو ته د تعلیم زمینه برابره کړې وه او ...
خو دنیا و نه شو زغملی او د سمپټمبر د یوولسمې پېښه یې پلمه کړه جالبه دا وه چې امریکا سره له ټولو استخباراتي امکاناتو د پېښې دمخه هېڅ خبر نه درلود خو د پېښې وروسته یې د څو ساعتونو په ترڅ کې له څېړنې پرته تور پورې کړ چې دا کار د افغانستان له خاورې شوی بیا هم زموږ ځواب امریکا ته دا و چې تاسې ثبوتونه وړاندې کړی موږ به اسامه په افغانستان کې ستاسو د پلاوي په شتون کې محاکمه کړو خو امریکایانو و نه منله او بیا مو اسامه ته له افغانستانه د وتلو امر وکړ خو امریکا پر دې هر څه قناعت ونکړ او د ټولو اصولو خلاف یې برید وکړ، جګړه یې وکړه او نظام یې ړنګ کړ نتیجه یې دا شوه چې دلته ډول ډول کیمیاوي وسلې وکارېدې قربانۍ مو ورکړې او جګړه دوام لري. ددوی د پلمې پر اساس هم اوس دوی باید دلته نه وی ځکه اسامه او القاعده خو نور نشته نو دوی ولې لا هم جګړه کوي.
بهرنیان دې ووځي او یا لااقل د وتلو مهالوېش دې مالوم کړي، ازاد افغانستان وي د تفاهم او جرګې له لارې یو افغان شموله حکومت چې ټول افغانانو ته د منلو وي رامنځته شي. موږ د امریکایانو د نظامي حضور پای غواړو نه داسې لکه روسان چې ووتل نو بیا یې افغانانو سره دښمني پیل کړه موږ ددوی وتل غواړو نه دښمني.موږ ددوی د نظامي حضور پای غواړو نه د مرستو او بیارغونې پای دوی دې انجنیران او ډاکټران راواستوي د جګړې د مصارفو پر ځای دې دا میلیاردونه ډالر د بیا رغونې لپاره ولګوي خو بیا هم تمه لرو چې له دې خیراتونو هم خلاص شو کانونه مو که سم استخراج شي نو د نړۍ له احتیاجه به خلاص شو. موږ باید هيڅ بل هیواد ته ګواښ و نه اوسو، دلته باید وینه تویونه بنده شي د بهرنیانو له وتلو وروسته باید یو ډز هم ونه شي که څه هم زموږ هيڅ ګاونډی نه غواړي چې افغانستان اباد شي.
موږ د رسنیو سره هيڅ ستونزه نه لرو موږ خپله مطبوعاتي برخې لرو فرهنګي څانګې لرو رسنیو څخه د خپل پلویتوب تمه نه لرو خو یوازې د بېطرفۍ تمه لرو رسنۍ او ژورنالیستان دې ازادانه کار وکړي موږ خپلو نظامیانو ته ویلي چې ژورنالیستانو سره کار ونه لري.
شیر محمد ستانکزي خپلې خبرې پای ته ورسولې او وار ورسېد موږ ته که په دې تعارفي غونډه کې مقدماتي وینا ولرو. زموږ له اړخه لطیف نظري خبرې پیل کړې هغه هم په ټولیزه توګه دا ناستې اغېزمنې وبللې او جګړه یې وغندله ده له طالبانو وپوښتل چې دوی له نظامي جګړې پرته په فرهنګي برخه کې څه کړي؟ بیا هم ښاغلي شیرمحمد ستانکزي لنډ ځواب ورکړ ده وویل چې موږ هم له راغلي فرهنګي یرغلونو اندېښنه لرو خو بیا مو هم فرهنګي چارې روانې دي مو مشخصې فرهنګي څانګې لرو او ستاسې وړاندیزونه به هم نوټ کړو او غور به پرې وکړو.
بیا ښاغلي اسد وحیدي خبرې پیل کړې هغه هم د جګړې پر بدو اغېزو او د هيواد په روان ناسم وضعیت رڼا واچوله او دا یې هم وویل چې د طالبانو سره د اختلافي ټکو سربیره ځینې داسې مسایل هم شته که پرې بحث وشي نو فاصله به کمه او ګډ ټکي به درک شي او بلاخره دا به سولې ته لار هواره کړي. وحیدي صیب د کلي او ښار د واټن زیاتوالی د افغانستان د راتلونکي د پاره ډیر خطرناک وښود او په دې اړه یې له طالبانو غوښتنه وکړه چې دا فاصله باید ورغولی شي. د نوي نسل پرمختللي غوښتنې یې مهمي منعکسي کړي او طالبانو نه یې غوښتنه وکړه چې د نوي پېر ځوانان په ښو او بدو پوهیږي، نو ځکه باید حقایق ورته بیان شي.
هدایت الله اخندزاده او د دفتر بل غړي، شیخ سید رسول حلیم د وحیدي صیب د پوښتنې او اندیښنې په ځواب کې وویل چې د رسنیو د استازو او طالبانود نننۍ ورځې ناستې اصلي موخه همدا ده چې څنګه کولای شو د اختلافاتو په اړه بحث وکړو او د هغوی د حل‌لارو د عملي کولو دپاره ګډ کار وکړو.
دریم کس زه خپله( میرویس ستانکزی) وم چې و مې غوښتل د غونډې د مقدماتي ویناو تر څنګ د راتلونکو ورځو د مباحثو لپاره هم یو شمير پوښتنې وړاندې کړم( له تاسو مننه چې لااقل داسې یو فرصت برابر شو تر څو وتوانېږو مخامخ پر سوله، جګړه او نورو اختلافي ټکو بحث ولرو. لومړی خو دا وایم چې هېڅکله پر یو جنایت بل جنایت باید توجیح نه کړو که امریکایانو، ټوپکسالارانو او حکومت هره تېروتنه کړې نو دا بحث به له هغوی سره کوو له امريکا او ټوپک سالارانو هسې هم خلک ښه خاطره نه لري خو دلته تاسې سره مخامخ یو نو تاسو سره ستاسو پر ستونزو غږېږو نه د هغوی.
دوهم دا چې موږ راغلې یو تر څو د افغانانو غږ درورسو نیوکې ولرو او پر اختلافي ټکو بحث وکړو نه دا چې موږ ستاسې او تاسې زموږ تاید او توصیف وکړی.
د طالبانو د ظهور او بیا تر هغه مهاله چې دوی واکمن شول د طالبانو حرکت ممکن ډېریو افغانانو ته د تاید وړ وي ځکه د وخت له ناخوالو نور په تنګ راغلي و خو اختلافي بحث او اصلي پوښتنې او نیوکې مو له هغه مهاله دي چې تاسې حکومت ونیو او تر ننه چې جګړه کوی.
زه څو مهمې مسئلې پوښتم: تاسې که پر موجوده واقعیتونو بحث کوی نو د نړۍ پر مخ په موجوده اسلامي نړۍ کې د کوم هيواد نظام د مطلوب او موډل حکومت په توګه منی د قطر حکومت درته مطلوب دی د سعودي عربستان غوندې حکومت منی او یا د کوم بل اسلامي هيواد چې تاسې هغسې یو حکومت په افغانستان کې غواړی؟ تاسو وویل چې نړۍ زموږ اسلامي نظام و نه زغمه ځکه موږ د ښځو حجاب غوښته موږ حدود او قصاص جاري کړی و نو دا چارې او ځینې نور مسایل خو د عربستان، متحده امارات، ایران او ځینې نور اسلامي هیوادونه هم لري نو هغوی ولې داسې تقابل کې نه دي واقع شوي چې د سقوط لامل یې شي؟
اسلام د تدريج پر اصل باور لري په ټولنه کې چې څه عملي کوې د ټولنې شرایط او اوضاع به په پام کې نیسې او په پوره نرمۍ سره به اصول عملي کوې خو تاسې په خپل نظام کې له تدريجه کار وانخیست او شدت مو وکاروه؟
تاسو د طالبانو په نظام کې امنیت او عدالت ته اشاره وکړه خو بل اړخ ته خدمات او رغونه، بیارغونه تقریبا په ټپه درېدله وه ښوونه او روزنه له معیاره لرې وه نورې مهمې برخې متضررې وې نړۍ مو ملتیا نه کوله د حکومتدارۍ امکانات مو نه درلودل نو بلاخره تر کله مو دوام ورکوه داسې یو حکومت ته؟
تاسې هم د سولې خبرې کوی او حکومت هم موږ نه پوهېږو چې دا تفکیک څنګه وکړو چې د چا غږ رښتینی دی خو تاسې مشخصا ووایاست چې سوله او مذاکرات څنګه او له کومو مراحلو پیلوی لومړني شروط مو څه دي؟
زما تر خبرو وروسته د طالب استازو څخه قاري دین محمد حنیف چې د بدخشان ولایت دی او په دري ژبه خبرې کوي یو څه ځوابي وینا درلوده ده د ښوونې او روزنې د ښځو او د طالبانو د حکومت په هکله یې یو څه معلومات ورکړل ده وویل چې موږ نه اوس او نه هغه وخت د ښځو د تعلیم او تربیې مخالف و خو موږ د امکاناتو له اړخه ستونزې درلودې ښاغلي حنیف وویل چې زه هغه مهال د پلان وزیر وم نړېوالو ته مو رسما ووویل چې موږ ته د پنځه پوهنتونو د جوړولو امکانات راکړی او په دې پوهنتونو کې به په جلا جلا ډول انجونې او هلکان زده کړې کوي موږ ته ۲۱ ښوونځي راجوړ کړی چې نیمايي به یې د انجونو وي خو تر پایه هيچا موږ سره په دې برخه کې مرسته ونکړه زموږ نظام هغسې نه و هغسې یې چې تبلیغات کېدل خو تر یو بریده موږ خپلې ستونزې هم منو ځکه موږ لا جګړه کې و.
نعیم وردګ هم لنډې خبرې وکړې او د طالبانو د حکومت په هکله وغږېد وروسته شیرمحمد ستانکزي لنډې خبرې وکړې خو زما د پوښتنو دقیق او پوره ځوابونه ددوی د وړانديز پر اساس د ناستې دویمې ورځې ته پاتې شول ځکه د ناستې ماهیت داسې و چې پر موضوعاتو به یوازې مقدماتي بحث کوو او ښاغلي ستانکزي ژمنه وکړه چې د سبا ورځې په ناسته کې به هم ستا پوښتنې ځواب شی او هم به پر نورو مهمو برخو خبرې وکړو.
تر دونیم ساعته ناستې وروسته د لومړۍ ورځې جلسه پای ته ورسېده.
دوام لري......
میرویس ستانکزی