
دواړه
خواوې وايي بهرنیان وژنو خو هېڅ بهرنی نه وژل کیږي.،هغه هم وايي چې مردار مې کړ او دا هم،هغه هم په ځنکدن کې لاالله الا
الله وایی او دا هم، هغه هم مور ته نازولی ده او دا هم، هغه هم هر ډز سره الله
اکبر وایی او داهم ، هغه هم وايي چی پردی می ووژلو او دا هم، هغه هم تر جګړی دمخه
دوه رکعته لمونځ کړی او ده هم، د هغه پر مرګ هم د ویاړونو ترانې ویل کېږي او
پر ده هم، پر هغه هم مور بوره شوه او پر ده هم، دهغه هم ځوانه کونډه پاتې شوه او
د ده هم، دهغه یتیم هم پلار غواړي او د ده هم، د هغه وینې هم سرې دی او د ده هم، هغه هم له خدای
نه شهادت غواړی او دا هم، هغه هم پر احمدشاه او میرویس خان نازیږی او دا هم، د هغه
لاس کې هم په بهر کې جوړه شوی وسله ده او د ده هم..... نه پنجاب نه نیویارک نه ای اس ای او نه سي آی اې یو هم خوار نشو، په
یوه کې هم د کوم کور ښيښه ماته نشوه، په یوه کې هم د وینې وینځلو ته د اوروژنې
موټر رانغلل.........!
نو اوس تاسې ووایی څوک برباد شو څوک ناکامه شو او چا
جګړه وګټله ؟
ماته خو دواړه ناکامه شول ځکه دواړه دیوه کور د یوې
مور زامن ول خو بریالی خو بل څوک شو.
هغه چې نه یی مور بوره شوه نه یی کور وسوځید نه په
وینو سور شو.
هو هاغه بدرنګه د جنګ وړونکی شو چی تکه توره ناوړه
څیره یی نیولی هو هاغه بل چی سور پړکیږي هغوی وړونکی شول
زه او ته در په دره، زه او ته مزدوران ،زه او ته پردي پال ،زه او ته دښمنان.هو زه او ته !!!!!!!
پردی ټوپک دې ، پردی سنګر دې.....دلته هم زه مرم ، هلته
هم زه مرم
...........................................
(میرویس ستانکزی)