پراخوند ته ښوروا هم ډیره ده


له نومول شوو وزیرانو څخه د شورا د وکیلانو سوالانه پيل شول
یو وکیل د ښار جوړولو له وزیر څخه وپوښتل:
که په سړک کې یوه ژوره کنده وي، او هغه له روغتونه لیري وي باید څه وشي ؟
هغه غوږ وګراوهاو په ډیر ډاډ یې ځواب ورکړ:
ډیر اسانه! داکنده باید ډکه شي او د روغتون مخې ته په هغه کچه نه غټه نه کوشنی یوه بله کنده وکیندل شي. مګر اندازه باید تغییر ونه کړي
ټولو چکچکي پر وکړې
بیا یو وکیل دعامې روغتیا له وزیر څخه وپوښتل:
که په یوه کلي کې ‌ډاکټر نه وي څه کوې؟
د هغه موسکا په شونډو خپره شو په خوشالی او ډاډ یې ځواب ورکړ:
هیڅ! لا ښه ده هغوی به په خپل طبیعي مړېنه ومري
ټولو چکچکی پر وکړې
یوبل وکیل له ښاورال څخه وپوښتل :
د کابل دسړکونو کندې ښه دي که بدي؟
هغه نارې کړل:
نا نای نی، نا نا نی
وکیلا ن اریان پاته شوه چې دی بیا څه وايي
هغه خپل له دیپلوماته خپل غاښونه راواېستله هغه یې ژر په خوله کړه او نارې یې کړل :
زما ټاکل په تاسو اړه نه لري
ټولو وکیلانو چکچکي پر وکړې
بیا یو بل وکیل د کورنیو چارو له وزیر څخه وپوښتل:
که ستا یو سپاهي یو غل وویني څه کوي
هغه په ډیر ډاډ او خوشالی ورته ځواب ورکړ:
د هغه پسې ځغلی چې د هغه تر مخه شي
ټولو وکیلانو چکچکي پر وکړې
بیا یو وکیل د امنیت له وزیر څخه وپوښتل
که ستا یو مامور غلا ته ولاړ او د هغه په کور کې یې کوم ګران شی پيدا نه کړه څه کوي؟
هغه رټ ځواب ورکړ:
نو د ماشومانو مشق یا کورنی کا ر یې ورخرابوي چې سبا په ښوونځی کې وهل وخوري
ټولو وکیلانو چکچکی پر وکړې
بیا یو وکیل د عدلیې له وزیر څخه وپوښتل:
که په لسو اعدامېانو . که یو وتښتید څه کوې؟
هغه څو ځله سترګې ورپولی او ځواب يې ورکړ:
په پېینځو کې یو روا دی که تاسوکوم اعدامي لری ووایاست
ټوله وکیلان د هغه په وياړ ودریدل او زوروري چکچکي یې پر وکړې
بیا یو وکیل د اقتصاد له وزیر څخه وپوښتل:
راتلونکی کال به څرنګه وي؟
د هغه پلنه پزه لا نوره هم وپړسیده اوپه خورا فیلسوفانه لهجه یې وویل:
تر سږکال بد او تر بل راتلونکي کال نه ښه!
ټولو وکیلانو چکچکي پر وکړې
بیا یو وکیل د دفاع له وزیر څخه وپوښتل
که ناتو ستاسو بې خبره عملیات وکړي څه کوئ؟
دهغه شونډی ورپيدی او ويي ویل :
تیلفون ورته کوم چې مستر د عملیاتو وروسته یو مثل کال راکوه
ټولو د هغه جورت ته امنا وکړه او چکچک باران يي کړئ
یو وکیل د اطلاعاتو او کلتور له وزیر څخه وپوښتل:
که پر ستیج باندی یو سندرغاړې د کنسرت وروسته خپه ښکاریده دا څه مانا لري؟
هغه په کټ کټ خندا ځواب ورکړ
د هغه درانیول شوو ګلانو یوه غونچه هرمرو وزیر خپل دوتر ته وړې ده
ټولو چکچکی پر وکړې
یو وکیل د برېښنا او اوبو له وزیر څخه وپوښتل:
سور لین څه مانالري؟
د هغه پلنه پزه نور هم وپړسیده او تندی يې کونځی شو او ځواب يي ورکړ
ما په خپل ابتکارسور لین چې کمونیستی رنګ دی په سپین اړولی دی له هغه علته برېښنا نه شته
ټولو وکیلانو چکچکی پر وکړی
بیا یو وکیل د مالیې له وزیر څخه وپوښتل:
دوه ضرب دوه څوکیږي؟
هغه سر وګراوه او په ډاډ يي ځواب ورکړ:
پينځه شپيته
د وکیل څنګ وکیل پوښتونکی وکیل ته وویل:
ويي منه هغه دوکتورا لري
هغه د وزیر صیب ځواب د سر په ښورولو تایید کړ
اوټولو وکیلانو چکچکي پر وکړې
بیا یو وکیل د کرنی له وزیر څخه وپوښتل
ګټه وره حشره چی باید د هغې ودی ته پراختیا ورکړ شي ستا په اند کومه ده:
هغه څو ځله سترګې ورپولی او رټ ځواب يي ورکړ
مچ
ټولو وکیلانو چکچکي پر وکړې
بیایو وکیل د بهرنیو چارو له وزیرڅخه وپوښتل
سیاست وال څه وخت درواغ وایي
هغه په موسکا ځواب ورکړه
چې شونډې يې وښورېدې
بیا یو وکیل د ښځو د چارو له وزیر څخه وپوښتل
د راپوړت څخه داسې مالومیږی چې په مخکی دوره کې مو څه کړی نه دی
هغه په کټ کټ خندا وویل :
ددغه لپاره يي بیا ونومول
اوټولو وکیلانو چکچکي پر وکړې
چی نومانده وزیران بهر راووتل
مرستیال له هغو څخه په مشکوک ډول وپوښتل:
داڅه مسخره ځوابونه مو ورکړل
وزیرانو ټول په خندا ورته وویل
اکثریت وکیلان په سم ځواب نه پوهیږي که سم ځواب ورکړو هغوی ګڼي چې اپلاتي وایو بېله هغه هم رایې په معامله راکوي نه په ځوابونو دا یو ځان ښکاره کول او عام غولونه ده کول دی