هغه ورځ

ادبي ټوټه: 
زما زړه دې د ښيښې شانتې مات کړ خو بس همدومره درته وایم،
د هغه ورځ په هيله، چې زما د مرګ خبر واورې،
او ستا ټول بدن لکه ژېړه پاڼه په رېږدېدا شي.
ووایې: څه! څه!
راشې به ګورې به، چې زه یې د غسل ورکولو په کوټه کې
په سړه او زږه تیږه ایښی یم.
وایې به: پاڅه ټوکې مې درسره کولې،
خپل لاس بدې زما تر سر لاندې کړې.
او وایې به: اې لېونیه! پاڅه هر څه، چې ته وايې پاڅه،
دغه کارونه مکړه پاڅه پاڅه..........
ته پوهېږې زما له دغو ټوکو څخه بد راځي.
خو نه ګورې به، چې زما د مینځلو وار راشي،
هېڅ به نه ښورم ، هېڅ به نه خوځېږم.
کله، چې کفن راڅخه تاو کړي،
وايې به: دروغ دي دروغ دي ژوندی دی،
دا ټوټه یې له مخې لرې کړئ.
ما سره ټوکې کوي، خو نه ما به درڅخه یوسي د هدیرې په لور،
لکه د اوبو په سر خزان وهلې وچه پاڼه....
کله، چې هدیرې ته راشې وایې به:
دا خلک دلته څه کوي، ولې راټول شوي،
ولې بې وخته لمونځ کوي؟
ته به ګورې،چې ما د قبر په لوري یوسي،
په ساړه او تنګ ځای کې مې کېږدي.
هلته به وایې : پورته شه لېونیه! پورته شه،
سمه ده هر څه، چې ته وایې د خدای لپاره پورته شه.
زما له مخې به سپین سان لرې کړي، زما پټو سترګو ته به ګورې،
وایې به: پاڅه زه پوهېږم ما سره ټوکې کوې، خو نه ستا لپاره به ټوکې ښکاري.
ګورې به، چې ورو ورو تبۍ راباندې کېږدي،
خاورې راباندې واړوي،
هله به وېښته شکوې، خاورې به په سر بادوې او
چیغې به وهې ژوندی دی لېونیو ژوندی دی،
هغه ټوکې کوي ژوندی دی، خاورې مه پرې اچوئ،
زه پوهېږم هغه ژوندی دی، خاورې مه پرې اچوئ خاورې.........

یو څوک به ستا لاس ونیسي درته وایې به: ته!
ته دلته څه کوې، ځه له دې ځای څخه
هغه ورځ یې، چې درته اړتیا وه چېرې وې، ته!
ته پوهېږې تر وروستۍ سلګۍ یې هم ستا نوم په خوله اخیسته،
هغه ورځ ته چېرې وې.
نه دا ټوکې نه کوي، ريښتیا دي هو ريښتیا دي ريښتیا.

خو بس ته به یوازې ناسته وې، زما د قبر په شناختو به سر وهې،
هله به ژاړې راپسې ژاړې په ډېر ډېر،
زه به نه یم ما به غواړې ډېر ډېر خو،
خو افسوس هغه مهال به ډېره ناوخته شوې وي ډېره ناوخته.
زه پوهېږم هغه ورځ ډېره لرې نده ،
راشه راشه راشه ........