استعداد، تکړه توب، نوښت او وړتیا د یوې عضلې یا هم ماهیچې په ډول او خاصیت د ټولو انسانانو په وجود کې شتون لري.
که یوه ماهیچه یا عضله په سمه او منظمه توګه ونه روزل شي او وده ورنکړل شي، نو تر ډېره به کمزورې، ډنګره او له کار اخستنې څخه ولوېږي.
همدا ډول استعداد، تکړه توب، نوښت او وړتیا ستاسو د وجود قدرت او انرژي ده، هغه هم که په سمه او منظمه توګه ونه روزل شي او مثبته ګټه ترې وانخستل شي، نو ډېر ژر به د عضلې ځانګړتیا او خاصیت ځانته غوره کړي؛ یعنې له ګټې اخیستنې به ولوېږي.
همدا شان په ځان باور درلودل هم د هر انسان او ساکښ لپاره خورا اړین او ضروري څیز دئ، که په ځان باور مو له لاسه ورکړ، نو په ټولنیز ژوند او دنده کې به ونشئ کولای د خپلې خوښې او تمې وړ پرمختګ او بریا ته په اسانۍ سره ورسېږئ. ډېر داسې کسان شته، چې پر ځان د بارو کچه یې ټيته ده، چې دا یې د خپل وجود د شته نورو ټولو وړتیاوو د کمزورتیا او له منځه تلو لامل ګرځي.
استعداد، تکړه توب، نوښت او وړتیا یو له بل سره خورا نېږدې او نه شلېدونکې اړیکې لري، چې تر ډېرې کچې ترې ټول انسانان برخمن دي.
داسې ډېر کم وګړي شتون لري، چې خپلې دغه ټولې وړتیاوې په سمه او منظمه توګه روزي او ګته ترې پورته کوي. اړوند کسان تر ډېره بریده کولای شي د بریا او پرمختګ په لار کې شته خنډونه او ستونزې په اسانۍ سره حل او له منځه یې یوسي.
د هېڅ ډول کړنې او کار تر سره کول پرته له دغو وړتیاوو څخه شوني نه دي. لومړنی څيز، چې هغه خورا اړین دی او هرومرو باید په خپل ځان او وجود کې ومومئ او وروزئ هغه؛ په ځان باور درولودل دي، هر کله مو، چې په ځان باور وموند، نو په خپلو نورو ټولو وړتیاوو به باور پیدا کړئ او د دې وړتیا به ومومئ، چې په ښه ډول ګټه ترې پورته کړئ او د ژوند په هر ډګر، هره برخه او هر حالت کې به د بریا او پرمختګ احساس وکړئ.
وروستي