هره ستونزه حل کولای شئ!

 
هېڅ ستونزه نشته، چې تاسې یې د حل وړتیا ونلرئ. هېڅ خنډ نشته، چې ونه شئ کولای له خپلې لارې څخه یې لرې کړئ او هېڅ داسې موخې نشته که سر له همدا اوسه له خپل ځیرک ذهن سره د هغو په لور یون یا حرکت وکړی ونشئ کولای په لاس یې راوړئ.
ستاسو د ذهن او ځیرکتیا پوتنسیل دومره ډېر دي که سل کاله نور هم ژوند وکړی نشئ کولای له ټولو څخه ګټه واخلئ.
دا، چې تر ننه مو له خپلې ذهني وړتیا څخه ګټه نده اخیستې هېڅ کله پدې مانا نده، چې له دې وروسته هم نشئ کولای ګټه ترې واخلئ. ذهني او بدني سلامتیا د ځینو اړخونو له مخې یو له بل سره هم شکله او په یو ډول دي. که وغواړئ یو ښکلی او روغ وجود ولرئ باید په پوره توګه بدني فعالیتونه ولرئ.
که غواړئ خپلو عضلاتو ته وده ورکړئ، هر څومره ډېر فشار، چې په خپلو عضلو ور وړئ ډېر ژر به یې د ودې په حال کې ووینئ، ستاسو ذهن هم تر ډېره همداسې دئ.
د خپل ذهن دعضلاتو د جوړولو لپاره باید خپل ذهن ته تمرین او وده وکړئ تر څو ښه کړنه درته چمتو کړي. باید خپله ټوله انرژي، وړتیا او ذهني پاملرنه د اندونو د جوړولو او د هغه ستونزو په هکله په کار واچوئ، چې ستاسو موخو ته د رسېدو لپاره منځ ته راغلي دي.
هېڅ شی په ژوند کې شتون نلري، چې تاسې ونشئ کولای هغه په لاس رانوړئ هغه که د ژوند په هره برخه کې وي، ځکه تاسې خورا بدني او ذهني وړتیاوې لرئ.