
افغانستان د مرکزی اسيا يو د هغو هيوادونو څخه دې په کومو کې چې د څو لسيزو نه اور بل دی، خو د نورو هيوادونو سره دا توپير لري چې په نورو هيوادونو کې اور د وخت په تيريدو سره کم يا ختميږی او شوی، مګر افغانستان کې د وخت په تيريدو سره اور(جنګ او جګړه) ورځ تر بله زياتيږی، او بله د حيرانتيا خبره خو دا ده چې ټول وګړی یی د جنګ څخه نفرت کوی او سوله غواړی، مګر بيا هم د هيواد حالات د وګړو د زړونو برعکس دی .
په افغانسنان کې د امن نه راتللو څو سببه دی، زه غواړم چې د هغوی څخه ځینې په لاندی ډول بيان کړو .
۱: د افغانستان موقیعيت د جنګ او جګړی يو د لويو سببونو څخه شميرل کيږی، هغه داسې چې که چيرته مونږ تاريخ ته وګورو نو د تاريخ په صفحو کې دا څرګنديږی چې په تيروختونو کې افغانستان د وریښمو د تجارت يوه لویه لاره و، نه صرف لاره بلکې څلورلاری وه، او د همدی کبله پرافغانستان بار بار حملی کيدلی ترڅو دا څلور لاری ونيول شی او د وریښمو کاروانونه لوټ کړای شی.
په همدی ډول اوس هم افغانستان د تيلو او ګازو د پايپ لاينونو څلور لاری ده او د همدی له امله هر هيواد کوښښ کوی چې يا خو دا لاره ونیسې ترڅو په هغو هيوادونو چې د دوې د ګټو سره یی ګټې ټکر کوی پرهغوی دا لاره بنده کړی، او يا هم دا لاره نا ارامه وساتې ترڅو د ګازو او تيلو د پیپ لاينونو د غزيدو مخه ونيول شی .
۲: د افغانستان څخه ګيرچاپير ټول اتومې هيوادونه چې اوس پکې ايران هم شامليدونکې دی پراته دی، که چيری د دې ټولو اتومې هيوادونو ترمينځ روابط ښه وی او هر اړخيزی اړيکې يو له بل سره ولری، نو د راتلونکې لپاره دا سیمه د (Super Powers) يا د لويو طاقتونو سیمه جوړيدلای شی، او د بلی خوا د افغانستان ترڅنک چين ، روسیه او ايران چې د ټولو اقتصاد ورځ پر ورځ وده کوی، او ددوی څخه چين تقریبا د ټولی نړی د بازارونو اتيا په سلو کې برخه نيولی، نو که چيری افغانستان ونيول شی يا دلته دایمې اډی جوړی کړلای شی، نو د يوی خوا نه به د دې هيوادونو په ټولو اړيکو اسانې سره نظر وساتلی شی او د بلی خوا د همدی سیمې نه په اسانې سره کيدلای شی چې د دې ټولو هيوادونو ارتباطات خراب کړی شی، اوهم که چيری دا څلور لاری د چين ، روسیه او ايران لپاره وتړلی شی، نو ددوی اقتصاد ته به هم يوه کافی اندازه ضربه ورکړل شی . چې اوږد محاله نتیجه به یی دا راووځې چې د اوس نه به د دې سیمې څخه د راجګيدونکو لويو قوتونو سر پری کړای شي . او د راتلونکې لپاره به د يوی لوی خطری نه وژغورلی شی .
۳: دريم لوی سبب د دې سيمې د نا ارامه کيدلو دا دې چې د نړی د ګوتو په شمير په هغو سيمو کې افغانستان راځې چا چې تر اوسه خپل قدرتې زخاير ندی راویستلی او خام مواد یی لا خام پاتې دې، حتې تر اوسه يې د دې قدرتې ذخايرو لويو برخوته ګوتې هم ندی وروړل شوی . خو بيا که نوری نړی ته يا مخ پرودی هيوادونو ته وکتل شی نو تقریبا هغوی خپل ټول قدرتې زخاير يا خو ختم کړی او يا هم مخ په ختميدو دی، نو هغوی چې ددې مشکل سره مخامخ شوی اوس غواړی چې که په زور وی او که په رضا بايد د نورو هيوادونو څخه خام مواد ترلاسه کړی، او د راتلونکې لپاره یی زخيره کړی، چې د افغانستان پشان يو جنګ زپلی هيواد ورته د يو تيار خور دسرتخوان نه کم ندی . ځکه که چيری په زور ونه کړای شی په رشوت او بډو خو ضرور کوله شی چې په ډير لږ قيمت د دې هيواد د ټولو زخايرو ټيکه واخستل شی، او بلاخير دا د قدرتې نعمتونو څخه ډکه سيمه په خپل کور کې تشه کړی . د يادونې وړ ده چې د يوی سروی له مخې دافغانستان اوسنې دولت په نړی کې په رشوت او بډو اخستنو کې دويم ځای لری، چې دا د خامو موادو د وړولو يا ترلاسه کولو لپاره يو ښه سبب جوړيدلای شی .
۴: د افغانستان د نا ارامې څلورم لوی سبب د ګاونډيانو لاسوهنه ده، او د خفګان وړ خو دا ده چې ټول ګاونډيان یی په لاس وهنه بوخت دی، چې زه یی ښه مثال د ايران، روسیه،چين او پاکستان ورکولی شم خو اوس د افسوس وړ دا هم ده چې د دې هيوادونو ترڅنګ هندوستان هم په لاسوهنه کې پوره پوره ونډه اخلی .
- ايران د پانې ايرانيزم په فلسفه کار کوی او غواړی چې په راتلونکې کې د دې سيمي يو لوی قوت جوړ شی او د دې لپاره هغوی غواړی چې ټول فارسی ژبی هيوادونه د ځان سره يو ځای کړی، تر څو په راتلونکې کې د مثلث په ډول يو لوی ايران جوړ کړی چې افغانستان او تاجکستان به هم په دی لوی ايران کې موجود وی . خو ددې پلان د عملی کولو څخه مخکې بايد د افغانستان دری ژبه په پوره توګه په ايراني فارسي تبديله کړای شی، چی تر ډيره حده یی دا کار کړی هم دې، او خپل ټول کوښښ کوی چې افغاني کولتور او دودونه د ايراني فرهنګ او دودونو تر اغيزې لاندی راولی او د دې لپاره هغوی د دوو لارو نه کار اخلی چې يوه یی مذهبي ده او بله یی هم سياسي ده یعنی نه يواځې دا چې سياسي لیډران د خپلو ګټو لپاره کاروی بلکې د مذهبی رهبرانو څخه هم فايده ترلاسه کوی .
- روسيه په دی ويره کې ده چې بايد د راتلونکې لپاره په افغانستان کې يو داسې حکومت جوړ نشي چې د غرب چې د روسیی د ګټو دايمي دوښمنان دی، د لاس لاندی وی يا د هغوی په اشاره کار وکړی، او د همدی ويری له امله ټولی هغه کړۍ چې په پټه او ښکاره د دولت ضد دی او يا هم د غرب سره ورانې دی تقوی کوی او ورسره مرسته کوی، او غوښتنه تری کوی چې مرکزی دولت په هر صورت چې کيږی کمزوری کړی ترڅو په راتلونکو دولتونو باندی د اوسنې دولت اثرات پاتې نشي .
- پاکستان سره ترټولو لويه ويره دا ده چې هغه سيمي چې د انګلیسانو په وخت کې د افغانستان څخه جلا کړای شوی وی، که چيری په افغانستان کې يو سم حکومت رامينځ ته شی، نو هغوی به تری د دې سيمو د بيرته اخستلو غوښتنه يا کوښښ وکړی او د همدی ويری له امله د روسیی پشان ټولی کړۍ تقوی کوی . خو اوس ورسره صرف دا ويره نده چې په لاس ورغلی سيمې به تری بيرته لاړی شی بلکې دشمالی ټلوالې پرمخونو د هندوستان عکسونه هم ويني، او ويره لری چې داسې نه چې هندوستان ورسره دوه طرفه لوبه شروع کړی چې ترډيره حده یی شروع کړی هم ده.
- بل هيواد چې که څه هم د افغانستان نږدی ګاونډی ندی خو بيا هم افغانستان دخپل ځان لپاره استعمالوی هغه هندوستان دی.
ويل کيږی چې تکړه سياست دانان هغه وی چې د خپلو سرحدونو څخه جنګونه د نورو سرحدونو ته ویسی او خپلي ګټې په نورو لاسته راوړی، هند هم همداسې کوی .
د هندوستان ددولت ترټولو ستر ارمان د پاکستان کمزوری کول دی، چې د کمزوری کولو نه وروسته هغوی بيا په اسانې سره کوله شی چې خپلی ګټې په دې سيمه کې ترلاسه کړی چې هغه کشمير دی، خو هغوی په يو طرفه جګړه نشی کوله چې داګټې ترلاسه کړی،نو د همدی لامله یی اوس يو نوی محاذ په افغانستان کې خلاص کړ او د هغی لاری څخه دا کوښښ کوی چې په پاکستان کې په ښکاره او پټه لاسوهنه وکړی. او هم کوښښ کوی چې افغان دولت د پاکستان پرضد وکاروی او په دې طریقه د خپل سرحد څخه وکولی شی چې يو څه بوج کم کړی او د خپل سرحد جګړه د افغانستان سرحداتو ته راوړی، مګر که مونږ وګورو نو هندوستان دا کار په افغانستان کې د شمالی ټلوالی په لاس کوی او هغوی غواړی چې دا ټلواله تل په مرکزی دولت کې پوره ونډه ولری خو بيا که چيرته وګورو نو ددې ټلوالی په مرکزی دولت کې ونډه د افغانانو د هيلو او ارمانونو او هم د افغانستان د ګټو خلاف ده، ځکه چې د دې ټلوالی د غړو څخه افغانان ډيری بدی خاطری لری، په زرګونو هيوادوال یی قتل کړی، د کابل ښار یی لوټ کړی، او همداسې نوری ډيری فاجعې یی ترسره کړی، چې ددوی په دولت کې پاتې کيدو سره به د افغانستان او هندوستان ګټې تل په ټکر کې وی. چې نتیجه به یی د داخلی جګړو زياتيدل وی.
که چيری مونږ پورته لاملونو او لاسوهنو ته وګورو نو دافغانستان مثال به راته د يو هغه بی سره دیګ په شان ښکاره شی چې هره شخص پکې په اسانې سره کوله شی ګوتې ووهی اوهم د خپلی خوښې خواړه پکې تيار کړی . خو د دې ټولو دسیسو او لاسوهنو مخنيوی صرف او صرف په هغه صورت کې کيدلای شی چې افغانستان يو قوی مرکزی دولت ولری .
خو که چيری اوس مونږ وګورو نو مونږ يو دولت خو لرو مګر د حد نه زيات ضعیفه، او سبب یی د ملی پالیسيو نشتون دی، یعنې زمونږ اوسنې دولت يا ښاغلی کرزی چې کومه فیصله هم کوی د لری نه بریښې چې نوموړو ملی ګټی په نظر کې ندی نيولی بلکې د نړيوالو ګټو ته په کتوسره یی فیصله کړی او هم د دې پرځای چې ملی ګټې په پام کې ونیسې د ځينو بدنامو ګوندونو او اشخاصو ګټې په نظر کې نیسې چې له امله یی مرکزی دولت ورځ تر بله نور هم کمزوری کيږی چی ښه مثال یی نوی کابينه هم کيدلای شی چې د ملی ګټو پراساس نه بلکې د ځينو هيوادونو او اشخاصو د ګټو پراساس جوړه کړای شوی ده .
د مرکزی دولت د کمزوری کيدلو بل لوی سبب دا هم دې چې په دولت کې تل پښتنو ته سمه برخه نه ورکول کيږی، او تل دا کوښښ کيږی چې د ریښتينو او په هيواد مينو پښتنو پرځای د پښتنو څخه يو څو سمبوليک شخصيتونه چې ځينې خو یی حتې په پښتو هم نه پوهيږی په دولت کې شامل کړای شوی ، چې دداسې شخصيتونو شامليدلوسره ددې پرځای چې پښتانه خوشحاله کړی نور هم خفه کوی چې دا خفګان بيا د مرکزی دولت په کمزوری کيدلو بدليږی.
اوس که وګورو نو په افغانستان کې يو قوی مرکزی دولت د پښتنو د شتون نه بغير ناشونی دی او هم د افغانستان ټولو ناخوالو او د دښمنانو ټولو دسیسو ته د پاې ټکې ایښودل صرف او صرف د پښتنو په راضی کولو کې رانغښتې دی، که هغه پښتون د طالب په جامه وی يا که د حزبی او يا هم د يو ملنګ او غریبکار په جامه وی . د افغانستان د بقا لپاره دا اوس يوه ضروری خبره ده چې بايد ټول راوستلی شی، ټول راضی شی، او ټولو ته په دولت کې پوره، پوره برخه ورکړل شی، کنې نو د هريو هيواد جګړه به زمونږ سرحداتو ته راځی او بلآخر افغانستان به د دريمی نړيوالی جګړی مرکز وګرځې چې نښې نښانې یی اوس هم د لری نه ليدل کيږی .
په درناوی
انجنير ارشد نور
arshadnoor@gmail.com