يو ناکام دولت

کله چې طالبانو په افغانستان کی ماتې وخوړه او د دولت واګی د هغوی مخالفينو (شمالی ټلوالې،شورای نظار، دوستميانو او نورو ټوپک سالارانو) ته په لاس ورغلی، د دولت وزارتونه او رياستونه يې سره وويشل او هر يوه د خپلې خوښې چوکۍ ترلاسه کړې، نو وروسته د دې څخه ټول خپلې زړې مفکورې ته متوجه شول چې هغه د اول ځان او بيا جانان خوشحاله ساتل وو، یعنی لمړی د پيسو پيداکول او بيا د خپلو زړو بادارانو(روس ،تاجکستان، ايران او داسې نورو) سره نوی پاليسی جوړول او د هغوی زړونه خوشحاله ساتل وو .

په همدی موخه د دولت ټول وزارتونه د نورو په استازو تقسیم شو، چا کوښښ کاوه او کامياب هم شو چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت واخلی او چا کوښښ کاوه چې دپوهنې وزارت او چا د لوړو زدکړو د وزارت پسی زور کاوه، او همدارنګه ځينو ته پکښې د دفاع او داخله چارو وزارتونه ورسيدل .
شروع به یی د اطلاعاتو او کلتور د وزارت نه وکړو، محترم سيدمخدوم رهين به ویل چې ماته د اطلاعاتو او کلتور وزارت دجمهوری رياست نه بهتر دی، لومړی خو پری ولس پوه نه شو خو کله چې د وزارت په ګدی کيناست ، نو بيا معلومه شوه چې نوموړی دا خبره د دې لپاره نه کوله چې هغه د افغانې کلتوردپاره خدمت کول غواړی يا په افغانې کلتور دومره مين دی چې رياست جمهوری هم د اطلاعاتو او کلتور په وزارت ورکوی . نوموړی شروع د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لوحې بدلولو نه وکړه، لمړی یی هغه لوحه چې ددې وزارت په دروازه زړيدلی وه او په پښتو ژبه پری د وزارت نوم لیکل شوی وه په ايرانې فارسې یی بدله کړ،او د اطلاعاتو او کلتور څخه وزارت په اطلاعاتو او فرهنګ بدل شو، بيا یی د پوهنځې، پوهنتون،محصل ، ستری محکمی، ښاروالی او ځينو نورو ملی نومونو پسی راواخسته او کوښښ یی وکړ چې دا ټول نومونه په ايرانې فارسې تبدیل کړی چې دوی به ورته په هغی وخت کې دانشګاه، دانشکده، دانش جوی،دادګاه عالی او شهرداری ویله چې په دې کار کې بريالی هم شو. د هرات،بلخ او مزار شریف د پوهنتونونو لوحي یی په دانشګاه هرات، دانشګاه بلخ او دانشګاه مزار بدلی کړی، د کابل پوهنتون د لوحې بدلولو کوښښ یی هم وکړه خودا چې په دې پوهنتون کې ورته د بادرکه افغانانو پام شو، نوهغوی ټولو زور زياتيو ته خپله سينه سپرکړه او لوحه یی بيرته په خپله ملی ژبه (پښتو) ودروله . د نوموړی په وخت کې په اکثره تلویزيونو کې افغان ضد خپرونې خپريدل پیل شو، همدارنګه هغه مجلو او ورځپانو هم زياته وده وکړه چا به چې افغان ضد پروپاګندونه کول، د مجلو خاوندان دورځپاڼو خاوندان شول او د ورځپاڼو ريسانو د اف ام راديوګانې لاسته راوړی او د راديوګانو ريسان دتلویزيونونو خاوندان شول، او خپله ملی تلویزيون په يوه ايرانې تلویزينو بدل شو چې په ۲۴ ساعته خپرونو کښې یی نیم ساعت هم پښتو خپرونې نه درلودی، لنډه دا چې د رهين دوره د افغانې کلتور د تاریخ ترټولو توره دوره و، په هر ځای کښې د پښتون، تاجګ، ازبک، هزاره او داسې نورو قومونو ترمينځ اختلافات ډير شو. چې نتیجه یی دا شوه چې د مزار شریف او بلخ د پوهنتونونو څخه پښتانه محصلين وشړلی شول . خو بلاخره ولس، لیکوالانو او د ولس ځينو په هيواد او کلتور مينو استازو د ولس مشر حامد کرزی څخه څو څوواری غوښتنه وکړه چې بايد دا وزارت افغانې شی ، ګنې نو د نوموړی د دولت پرضد به يو ملي پاڅون وشي ، همدا وه چې ښاعلی کرزی رهين د وزارت څخه لری کړ او هند ته یی د افغان سفير په توګه ولیږه، کله چې نوموړی هلته لاړ نو هلته یی هم لومړی کار دا وکړ چې د افغانستان د اسلامې جمهوریت د سفارت لوحه یی په ايرانې فارسې بدله کړه. په هر صورت اوس به نورو وزارتونو ته راشو چې په لومړيو کې پکښۍ څه کيدل .

يونس قانونې چې په لومړيو کښې داخله وزير و. په دې وزارت کښې دنوموړی پر وخت يو لوی کار وشو هغه دا وه چې د ټولی متحدې جبهې او د شمالی ټلوالې د ټولو غړو د کورونو او دفترونو مخې ته چې د يو يا دوه پوليسو ضرورت به و، نو نوموړی هغه يو او دوه په سلو اودووسوه بدل کړل، او د افغانستان د داخلی امنیت د ساتلو پرځای پوليسو د وزيرانو او د جبهې د غړو د کورونو ساتلو ته مخه وکړه، همدارنګه د متحدې جبهې غړو به پوليس د خپلو شخصی ساتونکو په توګه استعمالول، او د هرچا سره به یی چې ورانه وه يا شو، نو بيا به یی د پوليسو په ضریع نيول اوشکنجه به یی ورکوله، ځينو خو یی خپل شخصی زندانونه هم جوړ کړل چې ویل کیږی په پنجشير ، بدخشان او ځينو نورو ولاياتو کی لاتر اوسه هم موجود دی، ددې قسمه کارونو نتیجه دا شو چې د افغانستان د ټولو ولایتونو امنیتې وضغ خرابه شوه او د ټولو افغانانو سره دا ويره پيدا شوه چې شايد افغان دولت که نن نه وی نو سبا خو به ضرور سقوط وکړی، چې د همدی ويری له امله تجارانو ونه غوښتل چې خپله سرمایه په افغانستان کښې مصرف کړی او اکثره افغانې تجارانو د افغانستان پرځای خپلی سرمایې دوبی او اروپا ته يوړی ، چې لامله یی د غربت درجه ورځ تر بله په جګيدو شوه، او بلاخر ولس مشر او نړيوالو پر دې اتفاق وکړ چې بايد قانونې نور پر دې وزارت کې پاتې نشې نو بيا ښاعلې کرزی نوموړی ته د پوهنې وزارت ورکړ.

دپوهنې په وزارت کې په دې نوم چې نوی کتابونه چاپوی په ملينونو ډالر ورک شول، کله چې يو څه ټیټ کیفیته نوی کتابونه راووتل، نو د ټولو څخه زيات تغيرات د تاریخ په کتاب کښې راغلی و، د تاریخ د کتاب پر لمړی صفحه يو خوا ته د ستر افغان (افغان ځان) لوی احمد شاه بابا عکس وه او بل خوا ته د احمد شاه مسعود عکس او لاندی ورته لیکلی شوی وی چې احمد شاهان . دا تغيرات په اکثرو نورو کتابونو کې هم په سترګو کيدل.
دا د ښاعلی يونس قانونې، قانونې قضاوت و، چې هغه لویه هستې چې په ټوله اسيا یی حکومت کړی و، د چا د توری د شرنګ له ويری چې په هند کښې هندی راجاګانو او په ايران کښې د ايران شاهانو ظلم نشو کولی، او يوه داسې لویه امپراتوری یی جوړه کړی وه چې د بخارا نه تر ډیلی پوری امن او سکون و، د يو داسې شخص سره یی برابر کړی و، څوک چې په يوه وړه ولسوالۍ کې يو پروتوکولی قوماندان و، او د کابل ښاريانو د قتل عام يو لوی سبب شميرل کیږی او هم د کابل ښار د نوموړی د لنډغرو لخوا لوټ لوټ او ټوټې ټوټې شوی و. خودا چې قانونې صیب د احمدشاه مسعود د ډلګې د غړیتوب له امله وزارت ته رسيدلی و، نو هغه هم د خپل رزق د حلالولودپاره دا کار وکړ ، که چېرته هغه د احمد شاه مسعودپه ډلګې کې نه وی، نو شايد اوس به د کوم ښونځې سرمعلم هم نه وی .

بل وزارت چې د دفاع وزارت و او وزير یی محمد قسیم فهیم و چې بيا وروسته ورته د مارشال لقب هم ورکړل شو اوهمدارنګه د ښاعلی حامد کرزی لخوا ورته د فاتح کابل لقب هم ورکړ شو، نوموړی د خپل وزارت په ټوله دوره کښې دا ونکړل شوه چې د ملی پوځ شميره د څلویښت زرو څخه زياته کړی، او يا ناټو او امریکايان دې ته وهڅوی چې ملی پوځ ته نوی وسلی او تجهیزات ورکړی او يا هم هوایی ځواک جوړ کړی، فهیم په خپله دوره کښې صرف دا وکړل چې د پخوونکې نه نيولې تر عسکر، جنرال اومعينه پوری ټول یی د خپل کلی ، قوم او سیمې څخه راوستل او په دندو یی وګومارل . د نوموړی په وخت کې يو بل کار هم ډير عام شو، هغه دا چې د ملی اردو په ټولو دفاترو ، مرکزونو او حتې د موټرو په شیشو هم د احمد شاه مسعود عکسونه نصب کړی شول چې د ولس په نظر کښې د ملی اردو ارزښت د دې عکسونو له کبله ملی پاتې نشو . بلکې ملی اردو ته ولس د متحدی جبهې او يا د شورای نظار د اردو په سترګو کتل شورغ کړل، د نيو يارک ټایمز امریکایی ورځپاڼې او ځينو نورو ورځپاڼو، او بریښنا پاڼو ځينې مقالې او مطالب خپاره کړل چې په هغې کې دا په ډاګه شوی وو چې مارشال محمد قسیم فهیم په میليونونو ډالرو اختلاس کړی، او همدارنګه یی د دولت ضد ډلو باندی د ملی اردو وسلی او مهمات خرڅ کړی ، چې دا خبره د دې لامل شوه چې قسیم فهیم یی د وزارت څخه خلاس کړ او په کور یی کيناوه.

همدارنګه د لوړو زدکړو وزارت چې شریف فایض یی په هغه وخت کی وزير وو، نوموړی هم د پښتنو سره سخت حساسیت درلود او د ځينو محصلينو مطابق نوموړی به ویل چې اګر افغان هستی باز عالی تحصيلات چرا می کنی، د کانکور په ازموينو کې په سلو کې د لس فیصده څخه هم کم پښتانه بريالی کيدل، وجه یی دا نه و، چې پښتنو استعداد نه درلود يا پښتانه ناپوهان وو، اصلی سبب یی دا و چې وزير صیب، معينانو ، مرستيالانو، ريسانو او مديرانو د پښتنو سره لکه د مخدوم رهين حساسیت درلود، او نه یی غوښتل چې پښتانه د پوهې او علم په برخه کښې پرمختګ وکړی .
ټول برسونه چې د بهرنيو هيوادونو نه راتل صرف د وزير صیب او معينانو خپلوان او قوميان به پکی تلل، او د لوړو دزکړو وزارت د وزير صیب د قوم او کلی په يوه ديره بدل شوی و . د يادونې وړ ده چې تراوسه پوری د يوه لوی پلان پر اساس په دی وزارت کوم پښتون د وزير په توګه ونه ګومارلی شو چې دا دې په نوی کابينه کې هم د دې وزارت لپاره معرفی شوی وزير پښتون ندی، او دا ځکه چې دا وزارت د هغه هيواد د لاسپوڅو په برخه رسيدلی چې هغوی نه غواړی ترڅو پښتانه لوړی زدکړی تر سره کړی او يا د کوم بورس د لاری بهرنيو هيوادونو ته د لوړو زړکړو لپاره لاړ شی .

څرنګه چې ټول هيوادوال پوهیږی چې د ښاعلی حامد کرزی لومړی دوره يوه ناکامه دوره وو، او هغه د ښاغلی کرزی په وجه نه و او ښاغلی کرزی هم په بار بار ولس ته دا اشاری وکړی چې زه ګرم نه یم، بلکې د بون په غونډه کې دا وزارتونه ټوپک او کوتک سالارانو ته ورډالی شوی وو. چې د همدی له امله ولس په کرزی بيا باور وکړ او رای یی ورته ورکړه، که څه هم په بله دوره کښې يو څه په هيواد او هيوادوالو مين وزيران لکه د اطلاعاتو او کلتور وزير صاحب، د مخابراتو او ټکنالوژی وزير صاحب او ځينې نور په دولت کې شامل شو چې مخکينې دوری ته په کتو سره دوی ډيری لاسته راوړنې درلودی، او بلاخر د دوی دوره هم پاې ته ورسيده او انتخابات راغلل، د انتخاباتو په رانیږدی کيدو سره که د يوی خوا د هيواد وضغ خرابه شوه نو د بلې خوا د لومړی دوری د بهرنيو چارو وزير چې ولس مشر د پاک افغان جرګې مشر کړی هم وه او ځينې نور امتيازات یی هم ورکړی وه هغه د ولس مشر لپاره د نستوڼې مار شو، او په ټاکنو کې یې حامد کرزی ته مورچل ونيو، او صرف دا نه چې مورچل ښاغلې عبدالله عبدالله ځانله ونيو بلکې د نظار شورا اکثره غړی چې کرزی ورته وخت په وخت امتيازات او څوکۍ ورکړی وی، کرزی سره یی نمک حرامې وکړه او ټول دعبدالله په طرف ودريدل، خو دټاکنو لومړی دوره کاميابه نشو او دوهم پړاو ته وغزيدل، په دوهم پړاو کې بيا چې عبدالله وليدل چې ټول پښتون قام د کرزی ترشا ودريد او عبدالله پوه شو چې اوس زه ټاکنې نشم ګټله او د بلی خوا هند، ايران او ځينو نورو هيوادونو ته هم خپل اس معلوم شو چې نور پری پيسې لګول به يو احمقانه کار وی، نو عبدالله عبدالله د دوهم ځل د کانديداتوری څخه لاس په سر شو، او ټاکنې د ښاغلی حامد کرزی په ګټه تمامې شوی . د يادونې وړ ده چې په لویه پکتيا ، هلمند او ځېنو نورو سیمو کې وسله والوطالبانو اعلانونه وکړل چې که څوک هم په ټاکنو کې برخه واخلی نو مونږ به تری غوږونه، پوزی او ګوتې پری کړو، خو بيا هم د دې سیمو پښتنو د دوې پروا ونه کړه او حامد کرزی ته یی رای ورکړی چې اکثره بيا د پوزو، غوږونو او ګوتو څخه هم خلاص شو.

د يوی خوا دنوی کابينې په هکله اوازی خوری شوی او دا اوازی ډيری مثبتې وی، د مختلفو ورځپاڼو او بریښنا پاڼو لخوا د کابينې ليستونه خپاره شو، چې په کليدې پوستونو ټول د هغوې سیمو پوهان او مخور اشخاص ښودل شوی وو، چې د کومو سیمو وګړو ښاغلی کرزی ته رای ورکړی وی،او دبلی خوا نړيوالو ښاغلی کرزی ته وخت ورکړ چې د شپږو مياشتو نه تر اتلسو پوری وخود شو، او هغوی وويل چې که چېرته کرزی بيا هم نا اهله اشخاص راولی او په دې ټاکلی وخت کې د اداری فساد، د کوکنارو کر، او ځينی نور مشکلات چې اوس ورسره افغانان لاس او ګريوان دې مخه ونه نيسی، نو نور مونږ په افغانستان کې نشو پاتې کيدای، خو د افسوس مقام خو دا دې چې تيره ورځ د ولسمشر لخوا خپله راتلونکې کابينه پارلیمان ته ورمعرفې شوه، او په دې نوی کابينه کې د خپرو شوو ليستونو برعکس ټول هغه اشخاص په وزارتونو ګومارلی شوی وو، کوم چې يا خو په لومړی دوره کې شامل وه لکه مخدوم رهين چې د افغانستان او افغان د نوم سره یی حساسیت درلود او غوښتل یی چې افغانې کولتور د ايرانې فرهنګ څخه قربانې کړی ، او د رهين په شان ځينې نور هم د لومړی دوری څخه راوړلی شوی وه، او بله ډله وزيران هغه وه کوم چې د تيری دوری څخه په خپلو وزارتونو پاتې وو چې هغوی کی هم ځينی ناکام وو، او ځينو خو یی د خپلې بودیجې څخه حتی ۲۱ فیصده هم په کارنوو اچولی چې يو ښه مثال یی د مالی وزارت دې ، په دې وزيرانو کې ځينو یی په څارنوالې کې دوسیی لری چې د اختلاس په تور هم تورن دی او بله ډله وزيران چې ويل کيدل نوی دې خو افسوس چې هغه هم نوی نه وو. ځکه چې په دې نوو کې يو هغه وزير هم شامل وه چې د استاد ربانې په وخت کې هم وزير وو او ولس تری ډير په تنګ و او په اختلاس هم تورن دی، همدارنګه د عالی تحصلاتو لپاره چې د چا نوم نومول شوی دې هغه د دې څخه دمخه د کابل پوهنتون د طب پوهنځې د ريس په توګه دنده ترسره کوله چې هغلته یی هم د پښتنو سره ډيره بده وضغ کوله، او په نوم پښتون ترينه نه کامياب کيده، او ځينې نور چې د نوو په نوم ولسی جرګې ته معرفی شوی دی هغه نا اهله او نا پوهه اشخاص دی، چې صرف د ګوندونو نمايندګې کوی او بس . او د يادونې او د افسوس وړ خو دا هم ده چې د لوی پکتيا خلکو چې د انتخاباتو پرمحال یی خپلی ګوتې او پوزی پری کړی خو کرزی ته یی رای ورکړه، خو کرزی ورته ځان وروښود چې زه مو هیڅ پروا نلرم، چې نتیجه یی دا شو چې د لوی پکتيا څخه يو وزير هم په کابينه کې نشته . دا ډير د افسوس ځای دې افغانان نور زيات نه زيات شپږ مياشتې وخت لری خو کرزی صیب د ملت اواز بيا هم وانه وريد او د مصلحت څخه یی کار واخيست، چې نتیجه یی د لری نه ليدل کیږی چې يو ناکام دولت به وی، او دا ځل که چېرته دولت ناکام شو، نو شايد په سلګونو افغانان د ديرش کاله د مخکې پشان يا د خپل مينځې جګړو د وخت په شان د خاورو لاند شي، او د افغانانو په سترګو کې چې ديو لوی، د اداری فساد نه پاک ، او ازادافغانستان ليدل کيده شايد د دې ناپوهو او نا اهلو وزيرانو په راتللو سره د خاورو سره خاوری شي .
دا اشخاص چې پخپله په اداری فساد تورن دی، نو د اداری فساد مخه به څنګه ونيسې، هغه پښتو کې متل دې چې په غل ، غل نه نيول کیږی . اوس هرڅه اولسي جرګي ته پاتې دې ، د ټولو افغانانو سترګې خپلو استازو ته دې، او اوس يواځې دوی دې چې افغانستان او افغانان د کابينې په شکل کې د يوی لوی بلا څخه خلاصولی شی، او که چېری دوی هم د ښاغلی حامد کرزی په شان د مصلحت نه کار واخست، نو بيا دې دوی هم پوه شی چې يو څو مياشتې بعد دپارلیمان وخت هم پوره کیږی او که چېری دوی په دی کابينه سترګې پټې کړی، نو بيا به دوی په کومو سترګو د ولس مينځ ته ځې او د ځان لپاره به ترينه رای غواړی .

که چېری وکيلانو دې هرڅه ته د کتلو نه بعد هم په اختلاس او فساد ککړ وزيرانو ته خپله د باور رای ورکړه نو بيا يواځې او يواځې يوه لاره پاتې کیږی چې هغه به يو ولسې اويا ملی پاڅون وی، کنې نو افغانان به د فيل په غوږو کې ويده وی او افغانستان به تری د لاسه ووځې . . . چې بيا به د اوښکو نه بغير زمونږ سره نور هیڅ هم نه وی .
پـت مــــــــــــې دوطـــــــــــن اود پښــــــــــــــتو درسره وپالی
نــــــورخـــــــــومې قاتل ته قهـــــــــــــرمان راباندې مه وایه

هـــــــــر څوکه غــــــــربت او بې وســـــۍ خــــــوله راتړلي ده
ګــــــــور ه نوشیطان ته خو انسان راباندې مــــــــــــــــه وایه

ښه جيبان يـې ډک کړل اوس به چپ ورته وروړاندي کړي
ډلــــــې ته دغـــــــــــــــــلوخو وزيران راباندې مـــــــه وایه
په درناوی . . .
انجنير ارشد نور
arshadnoor@gmail.com