غزل
غوږ،غوږ د کلا شاته وم ،ستا پلار غږيده
له نيا سره دې يوځاى،په شيروار غږيده
يو وختې راته لږ غوندې،ماسته راکړي وو
يادول به يې هر وختې،په بار،بار غږيده
بېګا يې له ځوړندي نه غورځولې وه ،کټوۍ
پېشو ته په غوسه و،تر سهار غږيده
ماهم ترې تښتولې وه،له چرګې نه هګۍ
راخوشې و په منډو،په رفتار غږيده
برياله!در روان وم،خو وږى ومه،ستون شوم
له لوږې نه مې خېټه کې سېتار غږيده
++++++++++++++++++++++++++++++++++
څلوريځه
دروند لباس مې د تولسي که سلمان خان کړم
درېشۍ کې ځان دوګن که اميرخان کړم
تېرې نام،وېښتو مې سمې لوبې وکړې
مړه هاخوا،دېخوا ټول به اوېزان کړم
+++++++++++++++++++++++++++++++++++
غزل
له نېستۍ به دې بهر کړم
توتي دال به در په سر کړم
زه به دومره مرسته درکړم
چې حيران به شې دهقانه!
ترې سلاح به راټولومه
هم مرمۍ او ماشينکوفې
په څه چل به يې لاندې کومه
دا وطن او خړې دښتې
ځان نه تاو به ټول عسکر کړم
يو پر بل به يې زېر،زبر کړم
زه به دومره مرسته درکړم
چې حيران به شې دهقانه!
دغه ګټې او نښترې
په سپين غره کې چې ښکاريږي
دغه لوړې او ژورې
دا به ټولې وېشل کېږي
څه به لر او څه به بر کړم
مهمات به برابر کړم
زه به دومره مرسته درکړم
چې حيران به شې دهقانه!
چاته نه ښکاري چې څه کړو؟
غلي،غلي پردې شاته
مونږه هرڅه پخپل زړه کړو
خو دا نه ښايو دنيا ته
څه به سپين،څه به سره زر کړم
له هر څه به يې لاس په سر کړم
زه به دومره مرسته درکړم
چې حيران به شې دهقانه
اى برياله!څه به کېږې؟
چې خواران په غم کې لاړه
دا چې څو په ځان پوهېږي
د املوکو تول کې لاړه
پکې جوړ به غټ محشر کړم
خپل منځو کې به يې په شر کړم
زه به دومره مرسته درکړم
چې حيران به شې دهقانه!
وروستي