وېښته مې لاړه په وتو شو،ته به کله راځې
ږېره او برېت په سپينيدوشو،ته به کله راځې
ستا بېلتانه کې مې د مخ او د لاسو پوستکي
لکه نارنج په غونجيدو شو،ته به کله راځې
ته هر سهار سبنارى کوې له کوچو سره
زما خوراک سر په شومړو شو ،ته به کله راځې
تل به دې خوله لکه د غوا شنه وه په شنو،شوتلو
زر کوه بيا وخت د سبو شو ،ته به کله راځې
تاسو دېوال باندې تپلي تورې،شنې څپياکې
نور دې دېوال په خلاصيدوشو،ته به کله راځې
بريال دې پلار سره نوکر و،ستا په سپينه خولګۍ
اوس يې معاش په سوزېدوشو،ته به کله راځې
وروستي