خدای شرمولۍ

محمود نظری
طنز
ولسمشر د شورا غونډې ته د کابینې د پيژندګلوی لپاره ورغلی هلته يې د نوی وزيرانو د پيژندګلوی وروسته خپل مرستیال ته وویل دعا وکړه:
هغه ورته وویل:
کومه دعا؟
ولسمشر ورته وویل:
هغه دعا چې ما د کابینې د لیست جوړولو وروسته وکړه
هغه ویل :
هو په یاد می شوه
چرت مه وهه مارشاله نور د ولس ووټ ته اړتيا نه لرم هغه ددرمن د سر وعدې وې اوس یې کیسه مفته ده
ولسمشر په رنګ الوتی بڼه ورته وویل:
بس بس
مرستيال زياته کړه : هو
بس نور د ولس خبری مه کوه هغه څه په درد خوری هغوی زما په چمونوبو ی نه وړی زه هغوی په خپلو ګوتو نڅوم زه د همدې توپکيانو په مټو ځان ساتم
ته مي لير ي کړې له رايي وروسته می بيا له هغه لا لوړ کړې ؛ تورن اسمعیل مې ليری کړی له ووټ وروسته مې بيا هغه وزير کړ، مخدوم شورا په چکچکو ویستی بيا يي راولم دغه دی زور
ولس مشر په خړتوب وویل :ته څه وایي؟ چپ چپ
مرستيال زياته کړه :
هو رښتيا
چپ چپ چا ته مه وایه! دا د شور اډسکی وېشتونکی او ځان من من کونکی ډير وکیلان می د بيا ټاکلوپه وعدو له مخکې رانیولی دی چورت مه وهه
ولسمشر پوه شو خبره نوره هم غړکه کیږی
ناری يې کړه :
امین امین
ټولو چکچکی په وکړی
ولسمشر په خندا خندا وکیلانو ته ویل: مرستيال صایب ډير ټوکي دي
مرستيال يې ورو له ځان سره وویل :: تا ته د لاس شا ته صیب