خیبر پښتونخوا کې د مهاجرینو ریاست لخوا مشاعرې ته بلنه:


کډوال ورونه دې خبر وي چې په خيبر پښتونخوا کې د مهاجرینو ریاست په پام کې لري چې د راتلونکې پنجشنبه د ٢٠١٦ کال د دسمبر په لمړۍ نېټه د خپل وطن ګل وطن مشاعرې تر عنوان لاندې د ادبي مشاعرې پروګرام جوړ کړي، چې پکې به تکړه او نومیالي شاعران، ادیبان او لیکوالان ګډون لري.
ټولو کډوالو ورونه ته بلنه ورکوو تر څو په خپل راتګ سره یاده مشاعره له ښکلاګانو ډکه کړي.
وخت: د ماسپښین ١ بجه
ورځ او تاریخ: پنشنبه د 2016 کال د دسمبر ١ نېټه.
ادرس: یونیورسټی ټاون چوک، د ايران کونسلګري ، د ريل ګاډي پټلۍ سره چپ لاس ته صاحب زاده عبدالقيوم روډ ، ټاون ماشومانو شفاخانه سره،
کور نمبر 69-C-2
د اړیکو شمېرې: 03230500351, 03219061143