د سوريې دولتي ځواکونو په حلب کې شپږ سیمې نیولې دي

 
د سوريې دولتي ځواکونو په حلب کې شپږ سیمې چې پخوا د رژیم د مخالفو وسله ‎والو په لاس کې وې، نیولې دي.
په‎ دې توګه، د حلب ښار ختيځ پر دوو برخو ووېشل شو او زرګونه کسان‌ يې له خپلو سیمو تېښتې ته اړ شوي دي.
د سوریې دولتي ټلوېزیون اعلان کړی چې حکومتي ځواکونو د حلب په ختیځ کې د ساخور، حیدریه او شیخ خدر سیمې نیولې دي.
په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې ادارې چې مرکز يې په برېتانیا کې دی، دا رپوټونه تایید کړي او ویلي يې دي چې د بشارالاسد د رژیم مخالفو ملېشو د حلب په ختیځ کې درېیمه برخه سیمې بایللې دي.
د دې ادارې مشر رامي عبدالرحمن ویلي چې دا له ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې د بشارالاسد د رژیم د مخالفو ملېشو لپاره تر ټولو ستره ماته ده.