
د ارواښاد کانديد اکاډميسن محمدصدیق روهي يو شمېر ادبي مقالې، چې په مختلفو چاپي رسنیو کې خپرې شوې وې او یا په سيمينارونو کې لوستل شوې وې، د يو کتاب په ډول خپرې شوې.
دغه کتاب د «پښتو اکېډمۍ بلوچستان، کوټه» لخوا «د پښتو عالمي سیمينار» په ویاړ په پام کې نیول شوی و، چې له چاپه راووت.
باید وويل شي، چې په کتاب کې ځينې جزيي بدلونونه هم، د خپرونکو لخوا رامنځته شوي او ځينې کلمې د سيمې (کوټه) لهجوي ګړدود ته اړول شوي، چې اړتیا يې نه وه.
څرنګه، چې د دغه کتاب د چاپ شمېر ټول ټال ۵۰۰ دی، نو ډيرو مينوالو ته به و نه رسيږي، زموږ ګران لوستونکي کولی شي د دې کتاب ځينې مقالې په روهي ویبپاڼه کې ولولي، چې خپرې شوي او پاتې به يې هم خپرې شې.