
دپروفيسوردوکتورمحمدعثمان جنازه دخوست شيخ زايدپوهنتون ودانيوته څېرمه سيمه يعني دپوهنتون استادانوهديرې لپاره ځانګړي شوې سيمه کې خاوروته وسپارل شوه
ديادشوي لوړشخصت دتکفين اوتدفين مراسموته دخوست دشيخ زايدپوهنتون ريئس دوکتورګل حسن وليزي ،سرپرست امنيه قوماندان الحاج سمونوال محمديعقوب ،ډاکټربادشاه زارعبدلي دشيخ زايد پوهنتون يوشميراستادان دسيمي ګڼ شميرادبي فرهنګې ټولني غړي اويوشميرخوست ميشتي ورغلي وو
په همدي مناسبت په جوړه شوي راټوليدنه کې ګډون کوونکو د ارواښاد پر ژوندليک اولوړشخصيت خبرې اترې وکړې .
دوی ويل چې الحاج پروفيسوردوکتورمحمد عثمان د طب په برخه کې په سيمه اودهيواد په کچه هغه څه کړي چې تراوسه نور په دغه برخه کې نه ليدل کيږي .
دخوست شيخ زايدپوهنتون ريئس دوکتورګل حسن وليزي وويل چې ډاکټرمحمد عثمان دخوستيانو سره د زياتي ميني اوهمدردۍ په موخه تيرکال خوست ته دلومړنيوطبي زده کړو يوانستيتوت چې دنوموړي ديو لړ زياتو ارمانونو څخه وو رانتقال کړ اوپه دي سره يې دخوست ميشتولپاره يوسترخدمت ترسره کړ .
دشيخ زايد پوهنتون دريېس دخبرو وروسته دخوست عامې روغتيا ريئس ډاکټراميربادشاه رحمت زي منګل دعامې روغتيا سرپرست وزير ډاکټرمحمد امين فاطمي دهمدردۍ اوتسليت پيغام ولوستل نوموړي ډاکټرمحمدعثمان يو اتل ياد کړ اود روغتياپه برخه کې دده نه شتون يې ستره ضايع وبلله ده وويل مونږ غوښتل چې هغه يوستاينليک چې نوموړي ته مو دغوره خدمتونو دوړاندې کولوپه موخه برابرکړی و ، ورکړو مګراوس چې نوموړی نشته نو دده لپاره ترتيب شوی ستاينليک به دهغه زوی ته ورسپارل شي.
دخوست سرپرست والي الحاج طاهرخان صبري دپروفيسوردوکتورمحمدعثمان په هکله ويلي چې دنوموړي مړينه زمونږاوټول خوست لپاره دطب په برخه کې ستره تشه ده . ده وويل مونږ په ړنګ ويجاړ هيواد اوپه ځانګړي توګه خوست کې داسيې سترې علمي سټې لرو چې که په ژوندانه يې قدر وشي او ددوی کارونوکې ورسره دولت مرسته اوهمکاري ترسره کړي دوی کولای شي چې دخوست اوهيواد په کچه نوي نوښتونه اوموندنې وکړي اوپه هره برخه کې هغه څه وکړي چې ددغه هيواد اوخلکويوازينۍ غوښتنه ده .
دخوست تلويزيون يوې خبرې ډلې چې دپروفيسو ردوکتورمحمدعثمان درنه شخصيت په هکله يې دخوست ميشتو سره خبری کړي وايې چې خوست ميشتو ورته پخپلوخبروکې داروښاد دوکتورمحمدعثمان په هکله ويلي چې نوموړي دخلکوسره زيات کمکونه کړي اوترڅنګ ددوي يوشميرناروغان چې دوي اړ وو نورو هيوادو نوته يې دتداوۍ لپاره بوځي نوموړي په خوست کې ورته تداوي کړي اودوي يې دزياتو مصارفوڅخه ژغورلي دي.
ديادوني وړده چې پروفيسور دوکتورمحمدعثمان په ١٣٣٦ه ش کال کې دتڼيوپه ايتمان کلي کې زيږيدلي چې په ١٣٤١ کال کې د دتڼيو ولسوالۍ د درګي په ابتدايه ښوونځي کې شامل شواوپه ١٣٤٨ ه ش کال کې دنوموړي ښوونځي څخه فارغ اوپه هماغه کال کې دکابل په رحمان بابا لېسه کې شامل اوپه ١٣٥٢ کال کې ديادې شوي لېسې څخه په اعلي درجه فارغ شو
نوموړي په ١٣٥٤ ه ش کال کې دکابل پوهنتون دطب په پوهنځي کې شامل شواوپه ١٣٦٠کال کې دماسټرۍ په درجه فارغ او عملايې دهيواد والوته دطب په برخه کې په خدمت کې ونډه واخيسته
نوموړي بياپه کال ١٣٦٦ ه ش کې دوکتورا اخيستلولپاره دعمومي جراحۍ په څانګه کې شوروي هيواد ته وليږل شو او په کال ١٣٦٩ کې يې په پوره برياليتوب سره په عمومي جراحۍ کې ددکتورادپيلوم ترلاسه کړ اوله هغې وروسته خپل هيواد ته راستون شو.
اروښاد دکتورمحمدعثمان دافغانستان دمسلحوقواتونو په څلورسوه بسترتيزروغتون کې دصدري جراحۍ دڅانګي دامرد نويو دوکتورانو دترينرپه متوسطه طب کې دجراحۍ داستاداو په دغو وروستيوکې دخوست شيخ زايدپوهنتون کې دطب پوهنځي داستاد په صفت دنده ترسره کړي نوموړي ددي ترڅنګ لسګونه علمي مقالې اواثارليکلي چې يوشميريې په لاندي ډول دي :
يوجلد ددکتورا تيزيس دناريوي پرايتونيت دکامپليکس په نامه ،يوجلدکتاب ترضيضات بطني په نامه ،دافغانستان په اردوکې دجراحۍ خدمتونو دترتيب تنظيم يوه رساله ،دناريوي پرايتونيت دوقايي اومعالجی تدابيريوه رساله ،اسباب ونتايج ريوي لاپراتومي درپريتونيت ناريوي دکابل علمي کنفرانس ،تداوي انتانات تقيحي درجروحات ناريوي دکابل کنفرانس،ديکمپريسيون امعا درجرحات ناريه نافذه بطن دکابل پوهنتون علمي کنفرانس ،رول دياليزپرايتوان درتداوي پريتونيت منتشرناريوي درمرحله توکسيک وترمينال دکابل علمي کنفرانس ،تعين وتثبيت پشرفت پريتونيت با استفاده کيفيسنت تشخيصي دکابل علمي کنفرانس ،تنصيف بندي پريتونيت منتشرناريوي مواددسرتاسيون تداوي کمپليکس پريتونيت منتشرناريوي ١٩٩٠ ليننګراد،اوتداوي پرتيونيت ناريوي بعدازجروحات ناريه نافذه بطن دکابل علمي کنفرانس .اونور دده لخوا ليکل شوي اثاردي
ديادوني وړده چې پروفيسوردوکتورمحمدعثمان ددوست هيواد هندوستان هيوادکې دورپيښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه د٥٣ کالونوپه عمر دتل لپاره سترګې پټې کړې . روح دي ښاد وي
ديادوني وړده چې داروښاد ډاکټرمحمدعثمان جنازه ماښام مهال پينځه بجي دشيخ زايد پوهنتون داستادنو نويوفاميلولپاره په ځانګړي شوي هديره کې دمولوي محمد داود وقفي لخوا دجنازي لمانځه په اداکولوسره خاورو ته وسپارل شوه.