د ټرامپ تر بریاليتوب وروسته، ايراني ريال مخ په ځوړ روان دی

 
په امريکا کې د جمهوري ریاست د ټاکنو د پایلې تر اعلان وروسته، په پر له پسې توګه د ايراني ريال ارزښت د بهرنيو اسعارو پر وړاندې مخ په غورځیدو روان دی.
نن ورځ د پلازمنې تهران د اسعارو په بازارونو کې، يو ډالر له ۳۸۰۵ تر ۳۸۲۰ تومانو پورې تبادله کيده او د يوره بيه ۷۷ تومانه زياته شوې وه او ۴۱۵۰ ته رسيدلې وه.
د ټرامپ د برياليتوب پر ورځ د ډالرو بيه ۳۶۸۷ تومان وه، چې په ۲۰ ورځو کې د ايران پیسو ۳.۶ سلنه خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.
که دا بهير همداسې روان وي، ښکاري چې ايران به له ډير اقتصادي کړکيچ سره مخ کړي.