د ایران د سپاه پاسدارن ۴ تنه د چورلکې د غورځیدو په پېښه کې ووژل شول

 
د ایراني رسنيو د رېپوټونو له مخې، د سپاه پاسدارن ۴ تنه د چورلکې د غورځیدو په پېښه کې، د کسپين په سمندرګي کې تيره ورځ ووژل شول.
د تسنیم د خبري رسنۍ د رېپوټ له مخې، دغه چورلکه سيمې ته په دې موخه تللې وه، چې يوه ناروغ سره مرسته وکړي، خو تر الوتنې وروسته د کسپين سمندرګي په ساحلي سيمو کې چورلکه وغورځيده او په دې و نه توانيدل چې ناروغ سره مرسته وکړي.