ښه شوله ښه شــــوه چــــــې دې وکــــــــړلو اقرار
محبت سره پېدا دې کــــــړو دزړه نه ســـروکار
شــــــو معلوم درتـــــه د مېنــــــــــې سوز او شور
روغ زړګئ دې شوه زما غوندې ټپې او ناقرار
اوس نـــــو شـــــوې د محبت دام کـــــــې راګېره
کــــړه دې غـــــــوره د عاشقۍ سپېڅلــــــې لار
ته بېا راشـــــه چـــــې سېل وکـــړو د سرو ګلو
هــــم سېل وکړو د چـــــــمن دشتـــــــــــو ګلزار
ېو د بل په زنګانـــــــه باندې ســــــــر کېښود
سره ډوب شــــــو په خېالونو کـــــې بې شمار
وروستي