کاریاکین د نړۍ اتل کارلسن ته ماتې ورکړه

 
د شطرنج په هغه نړېوالو سیالیو کې، چې اوسمهال په نیویارک کې روانې دي د روسیې ځوان ښاغلي سرګې کاریاکین د نړۍ د شطرنج تاج لرونکی او پادشاه د ناروې هېواد ماګنوس کارلسن ته په اتمه لوبه کې ماتې ورکړه.
د یادولو وړ ده، چې تر اوسه پورې دغه دوو سیالانو ۷ لوبې کړې وې او ټولې مساوي پای ته رسېدلې وې، خو په ۸ مه لوبه کې، چې پرون شپه په نیویارک کې د دوو سیالانو تر منځ ترسره شوه او د ۵ ساعتو نه یې ډېر دوام وکړ، ښاغلي کارلسن د کریاکین او لوبې په ۵۳ م حرکت سره خپله ماته ومنله.
د لوبې نه وروسته کالسن مطبوعاتي کنفرانس ته راغلو، خو په غوڼډه کې یې د خبريالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو نه ډډه وکړه او د څو شیبو په تېرېدو سره د غوڼډې خپه لاړ، چې په پایله کې د شطرنج نړېوالې ټولنې د کالسن د دغه عمل له کبله د لوبې د جایزې د پيسو لس سلنه جریمه کړی دی.
د اتمې لوبې په پایله کې ټول نمره : 4.5: 3.5 د روسي لوبغاړي په کټه تمامه شوه. دا هم د یادولو وړ ده، چې تر اوسه ۷ لوبې ترسره شوي دي او ټولې لوبې په مساوات پای ته رسیدلې وې. په دغه سیالیو کې به ۱۲ لوبې ترسره شي، چې په پایله کې به د نړۍ نوی اتل او قهرمان وټاکل شي.
د نوموړو سیالیو جایزه یو میلیون ډالره ده، چې له دغې جملې نه به ګټونکي ته ۶۰ سلنه او بایلونکي ته ۴۰ سلنه ورکول کیږي.