
محمود نظری
طنز
ولس : اصيله ځان دي کچه کی ، چي پرتوګ دي الچه کی
دولت :اوښ ته ئې ويل دا مغزی دي ولي کوږ دی ؟ هغه ويل کم ځای مي سم دی
ولس: تور په منځلو نه سپين کيږي
دولت: تور تر ټولو ښه رنګ دی
ولس :کابينه دی د پردو سپو جوړه کړې، څرنګه به یي خپل کړې
دولت:پردی سپي په څوکۍ خپل
ولس: اوښ ته ئې ويل لوبي وکه ،هغه جړونګان له بېخه وکښه
دولت: ګوروان دي په خيال ادم خان درغلی
ولس :بې مخدومه کابينه نه جوړيده
دولت: مخدوم تنګه موچڼه ده
ولس: پخوانی کابينه دی خدای وبښي مګر په کارو کي سُسته وه
دولت :پرما يي د بادارانو خوشالول دی ، کار کول يې په خپل وجدان اړه لري
ولس :ستا د سر په خيال کی ، چي رايي نه دی درکړی پښتون
دولت: رايي وړی ، کونه کښلې
ولس:چې زما په ووټو مست سي ، هغه زما دمور مېړه سي
دولت : بده ښځه له تګه مالوميږي
ولس:خانده خانده ، ښه کابينه دي اوډلی ده
دولت :خر په خند اڅه پو هيږى
ولس :چي وخورې د نر لغته ، داسي به کښېنې لکه اورته
دولت: خر په وهلو نه آس کيږي
ولس :په پردي پرتاګه ځان نه پوتېږي
دولت:ارمان چي وروستی عقل لومړی وای
ولس: کابينې ته ووایه په يوه استنجاء لمونځ نه کيږي
دولت :چي مور لري ادکه ، په صفت به يې واده که
ولس :د ملت شړلي که شرم درلودای ، د شورا نوم به يې بیا نه اخيست
دولت :ټمبه ته يو باد هم غنيمت دی
ولس :اوړه يې د ميچني ، وزیران يې د چخني
دولت :په رسينو چي اور بليږي . هم دا سورنا چي ورته رقصيږي
ولس :خوار سې مکاره . چي هم چم کوې هم ژاړې
دولت: چي لو کونه وينې ځني ځغله
ولس:په هر غار ګوتي مه منډه ، پسات به در وسي
دولت :آموخته خور بلا خور
ولس: په هغه دي خدای و واهه چي وهل ئې نه وي کړي
. دولت :پردی په وهلو نه خپل کيږي
ولس :پښتون نه دی چي د نوک ځواب سوک ورنه کړي
دولت:بد بانجڼ افت نه لري
ولس:د خوارې كونډې زويه خپلي روټي ژويه
دولت :چي په خپله يې وخورې غول به سي ، چي بل ته يې ورکې ګل به سي
ولس :ماما چى جيب ته لاس کوى د خورى تمه ورته وي
دولت :د خره په تندي كې محراب نه وي
ولس :دسورنا چې يوپف دى
دولت :په شرم هغه شر ميږي چې پرې پو هيږې
ولس: وزه چې په بام وخيږى نو ليوه ته ښکنځلي کوي
دولت :وزه په پرديو غوړو مسته وي
ولس :سر خريلى ښه دی نه ولس شړلى .
دولت: پک په سر تار نه لری له ولسه خار نه لري
ولس: په شلومبو که چاغېدلای ، غړکه به چاغه سوې وای
دولت :په بدلو هم څوک نه چاغيږي
ولس : تر رمې دې سپي ډير دي
دولت : تر يوې خرما دوې وڅکي ښه دي
ولس :دمچ جنگ به د پک په سر مالوم سى
دولت :که پک نه وو وزیر شوی
ولس: اول مړانه په سيالي وه ، اوس سپيتانه په سيالي ده
دولت :توره کښلې ، کونه کښلې
ولس :خواره کې هغه مينځه ، چي د مينځي کونه مينځي
دولت :دسلوشاباسونه يوه روپۍ ښه ده
ولس:په خوله خوږ ، په کونه کوږ
دولت :پر غوولی سندري مه وایاست
ولس:په رنګ ښايسته ، په عمل خواره خسته یې
دولت : ولس ګيلې کوي ، پردی پېرې کوي
ولس : کم اصل ته اشارت ، اصیل ته لغت
دولت: اصیل د مالګي په څکلو څه پوهيږي
ولس :پر موږيي لمبول دي ، بښل يې پر خدای دي
دولت :د ژوندی زمري ، مړ ګېډړ ښه دی
ولس :هر څه چى خام وى پخيږى انسان چى خام شو نه پخيږى
دولت :چرګ چي ببر شي ، هغه هم بد ځناور شي
ولس :چي راځي د پردی له کوره ، پرتابه ورځ سي تکه توره
دولت :نو ځکه هر کار ناکام دی
ولس :حيادار حيا کوله ، بې حيا ويل زما څه بېريږي
دولت :چي ته خبريږی ولسه ، زه په څلور مړونه وکم
ولس :چي په کور کي غوړي مومي ، ليونی به غرو ته درومي
دولت :گاوميښه دگل په بوى څه پو هيږى
ولس :چي د ړندو پر کوڅه راسې ، پر يوه سترګه لاس ايږده
دولت: غله راسره مل دی مه بیريږمه د خپل
ولس :چي پاچا ئې لېټۍ خوري د وزیرانو به یې څه حال وي ؟
دولت، زه خپل وزیر په تيزپيژنم
ولس :په نن پسي سبا سته
دولت :پښو پښو ارمان کاږۍ غالۍ ده
ولس :دا وړى نه شړۍ کيږي
دولت :وجدان چي اموخته شي ، آس نه دی چي قېضه شي
ولس :پر نور څه انا نه سوم ، پر خوشاو زه انا يم
دولت :چي وې غواړي په خوله ، نو خورې به يې په څه ؟
ولس :ته گوری مرستیالانو ته هغه تا ته کار شو ترمينځ پاته
دولت :مرستیالان ګوري شا ته
چي هوږه ونه خوري د خولې دی بوی نه ځي ولس:
دولت :ونى چى ميوه نيسى ډبرى به خورى .
ولس :آس يې و هغو ته ورکړ چي د تانګ د ټرلونه وه
دولت :پر لڅه خېټه ئې ملا تړلې ده
ولس: په ګورم کي يې غوا نه درلوده ، د ګوروان سر ئې مات کړ
دولت :څونه چي خرګی ، هغو نه ئې بارګی
ولس :پردی له ناتوانایی مهربانه دی کنه پردی چيری او مهربانی چیری
دولت :اصيل خطا نه لري ، کم اصل وفا نه لري
ولس: په کلي کي بلرغو غیم
ولس: په باغ کي الو غيم