
ليکوال او ژورناليست: ايمل افغان
دا چې افغان ولس د کرزي صيب نوې کابينې ته کابو پوره يوه مياشت په انتظارناست ووچې نوې کابينه به جوړه شي او نوې څېرې به په حکومت او د هېوادوالود ژوند د ښه کولو لپاره په نوې کابينه کې را څرګندې شي، مخالفينوسره به حکومت يو جوړ جاړي ته ورباندې ورسیږي، هېوادوال به له بې ځایه وينو تويولونه نورخلاص شي ،دولتي ادارې به له فساد او خيانت ګرو وزیرانو نه پاکې شي د ځوانانو لپاره به د کارزمينه مساعده شي نوپه دې تمه هېوادوال ناست وو او خپلې شپې او ورځې یې شمارلې.
له دغوټولوهيلواوطمونه داده اوس يوځل بياڅرګنده شوه چې ولسمشر صيب بيا هماغه خيانت ګرپه لوړو چوکيووګمارل اودهېوادوالو په سترګو کې یې يوځل بيا خاورې واچولې معنی دا چې خره یې هماغه خره را ټول کړل د موجوده ادارې لپاره خو صرف دومره وشول چې کتې یې ورته بدلې کړې او جيبونه یې ورته د غلا ،رشوت، اخيستواود ملي ګټو، د امانت د خيانتولو لپاره نور هم غټ کړل.
دا يوه څرګنده خبره ده چې افغان ولسمشرپه دا اتو کلونو کې د افغانستان اکثریت ولس خوشحاله نکړو هغه ولس چې ده به ورته د رایه اچولوپه وخت د سوال لاسونه نيولي وو او ويل به یې چې ماته رایه راکړې او زه داځلي ملي ګټې په نظر کې نيسم او يوه نوې کابينه جوړوم او د فساد په ضد به يوه کلکه مبارزه کوم خوهغه خبرې اوس ټولې لاړې هېرې شوې او داده يو ځل بيا یې د ځان چاپېره هغه بې قومه ، بې تعليمه او نه افغانان په خپل ځان راټول کړل چې ده ورسره د ټولټاکنو نه مخې وعدې کړې وې اوهغه وعدې ده ورسره نن ورځ پوره کړې اوخپل ځان یې ورته يو ځل بيا وفاداره ثابت کړو خېرده که په ولس باندې نن ورځ هرډول ستونزې راځې او له هرډول ګواښونو سره مخ کېږي نو کومه پروا نه کوي ځکه دا ولس هم خدای لري. اوته چې یې پروا نه کوي دا معلومه خبره ده چې ته له دغه غريب او بیچاره ولس نه لري پاتې شوي په دا اتو کلونوکې.
دا خوهم نړيوالو او هم افغانانوته معلومه ده چې په افغانستان کې ډېری داسې په کارپوه او اهل کسان شته خو ولې هغوي ته چا وخت ورنکړو په دا اتو کلونو کې چې هغوي کارکړی وای او د هېوادوالو ژوند او ستونزو ته یې يو مثبت بدلون ورکړی وایي.
اوبله خبره داده کرزی صيب تا خو د هېواد پنځه ویشت ميليونه وګړو سره وعدې کړې وي چې زه به يوه سمه اداره جوړوم داسې يوه اداره چې هغه ټول ولس ته د منلو وړ يوه اداره وي څه شوستا هغه وعده اوهغه د کار اداره چې نن ورځ درنه دا را ولاړیږي.
زه د يو افغان د يو ليکوال د يوې ټولنې د خدمتګارپه صفت سره دا وايم چې ولسمشر صيب ته خو يو ځلي د هېوادوالو غوښتنو او پوښتنو ته هم غوږ ونيسه چې هېوادوال کوم ډول غوښتنې له تانه لري او اوس درنه څومره خفه شوي.
رایه خونه وه چې په هرچل او هنر سره دې ترينه ترلاسه کړه راشه اوس د رایه په بدل کې د هېوادوالو د بې ځایه وينو تويولو مخه ونيسه.
دا چې تاریخ پټ مېړه نه ده چې څوک ورنه ځان خلاص کړي بلکې هغه ټول خيانتونه او ښه کارونه ليکي ځکه ته به نور خوشحاله یې چې زه حکومت مې يو ځل بيا وګټلو نور زه د انتخابیدو چانس هم نلرم که ولس هرڅه وایي پرمایې څه داسې نه ده د افغانستان تاریخ هرڅه په نظر کې نيولي او ټول یې له ځان سره نوټ او ثبت کړي دي.
يوه ورځ له ورځو نه انشان الله راتلونکې ده چې دا نظام به د لوی خدای په قدرت سره بدلون مومې او هېوادوال به يوځل بيا د نړۍ د قومونونه يوسرلوړی قوم به جوړېږي په آسيا کې چې بيا به ورته هم نړيوال ګوتې په غاښ وي او هم دهېواد دښمنان.