سهار وختي لمونځ ته پاڅيدم، لاړم اودس مې وکړ کوټې ته راغلم په لمونځ ودریدم یو رکعت مې وکړ دویم ته چې پورته شوم زوی مې په کټ کې چیغه کړه: نا! د غټ داده پښه یې نه ده لنډه! والله که یې لنډه وي نه نه!
له همدې چیغو سره په ناستې راکېناست او پښې یې وخرلې، سلام مې وګرځاوه، ورمنډه مې کړه، سترګې یې پټې وې او غټې غټې اوښکې پرې راروانې، لاسونه مې ور اوږده کړل زر مې راویښ کړ ما وې بچیه څه خبره ده؟ سترګې یې زر خلاصې کړې او زما پښې یې وکتلې په ویریدلي غږ یې وویل: غټ دادا! ستا پښه نه ده لنډه کنه؟
پايڅېمې پورته کړې ما وې بچیه! نه نه وګوره زما پښې رکې روغې دي.
هلک لاسونه پورته کړل هنګګګ،یې وکړ ځان یې وغزاوه او په موسکه خوله یې ځان شاته وشاړه شیبه وروسته خرت خوبولی شو.
له ډېر فکر وروسته پوه شوم چې مونږ خپل ژوند داسې جوړ دی چې ماشومان مو په خوب کې هم په کې ویریږي.
وروستي