په جرمنی کی د الحاج وکيل عبدالجليل ملنګ د فاتحې خبرتيا



د لوی او بخښونکي خدای په نامه 
د افغانستان دولسي جرګې د ديارلسمې دورې وکيل ، قومي او ولسي مشر او د ارواښاد ډاکتر کبير ستوری او څارنوال محمد نعيم خان مشر ورور، حاجی عبدالجليل ملنګ چی په وکيل ملنګ ئی شهرت درلود د خپلی ورپیښی ناروغئ له کبله د ۲۰۰۹ ع کال د ډسمبر دمیاشتی په ۲۲ مه نیټه د سهار په یوولسو بجو لدی فاني نړئ څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی. انا لله و اناالیه راجعون
دارواښاد حاجی وکيل عبدالجليل ملنګ جنازه د کونړ وﻻيت د خاص کونړ په ولسوالئ کی په خپله پلرنئ هدیره کی خاورو ته وسپارل شوه.
د ارواښاد کورنۍ او خپلوان پدی وسيله ټـولـو دوستـانـو ته خـبـر ورکوی ،چی په جرمنی کی د خـدای بخښلی حاجی وکيل عبدالجليل ملنګ فـاتــحـه د ۲۰۰۹ عيسوي کال د ډسمبر دمیاشتی په اوه ویشتمه ( ۲۷ مه )نېټه د يکشنبې (اتوار) په ورځ د ماسپښين له يوې بجې څخه تر دريو بجو پورې په لاندینئ پته اخیستل کیږی.
د فاتحی ځای:
Event Palast
Max Planck Straße 9a
50354 Hürth bei Köln
www.eventpalast.com