
ننداره د لنډو کیسو ټولګه ده چې تازه له چاپه را وتلې ده. په کتاب کې بېلابېلې لنډې کیسې لیکل شوې دي چې خوندورې او له عبرته ډکې دي.
د کتاب لیکوال ښاغلی حمیدالله حمیدي دی.
حمیدي له دې وړاندې هم د (خوشاله ژوند ته غځېدلې لار) تر نامه لاندې یو کتاب ژباړلي، چې د لوستونکو له تاوده هرکلي سره مخ شو. مینوال کولی شي، چې د لنډو کیسو دغه ټولګه د اکسوس کتاب پلورنځي له څانګو په وړ بیه ترلاسه کړئ.