داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت خبرتيا:

ټاکل شوې ده، د جمهوري رياست دارگ په نوې کثيرالااستفاده ودانۍ كې دانځورگرۍ، ميناتورۍ، خطاطۍ او دلرگي پرمخ دکيندنې په بيلابيل ښكلي هنري اثار په کلاسيک ډول چې دهيواد ملي هويت بيانوي ځاى پرځاى شي. په دې وسيله دبيلابيلوڅانگو ټولو هنرمندانو ته خبرورکول کيږي چې ډير ژر دې دسايز اودکار دنوعيت دترلاسه کولو په مقصد په اسمايي واټ کې دملي نگارستان (ملي گالرۍ) درياست مسلکي لوى مديريت ته ورشي .