
د دولسم ټولګي نه فارع شوم، زړه مې و چې په کابل کې د خپلې کورنۍ څنګ ته ولاړ شم خو ملګرو مې وویل چې نوروز تېر کړه او وروسته لاړ شه همدا سې مې وکړل؛ د ۱۳۹۲ کال د حمل میاشتې اوله نيټه وه، سهار وختي له کوره راووتم نیم ګل زما د تره زوی چې ډېر راته ګران هم دی د کلي په درمند کې د پسرلي خوږې هوا ته ناست و. را ته يې وویل: چیرته ځو چې میله وکړو؟... ما ورته وویل چې زه خو تاسوپسې تړلی یم .... ـ ته صبر وکړه چې نوره ملګري د کوم ځاي تابیا لري؟ د درمند نه دواړه د کلي منځ ته لاړو چې موږ ورته کنډوالې وایو هلته چې ورسیدو زما د ماما زامنو په موټر تور سور زرغون بیرغ لګولی و، ورته مې وویل: چیرې ځو؟؟ ـ یو وار بازار ته ځو چې غوښه او نوره واکاره (شیان ) واخلو بیا هلته تصمیم نیسو چې چیرې مو په ټنګ وهل. ټول ملګري راټول شول دوه موټر مو ډک کړل د خوست ښار خوا ته مو حرکت وکړ، د حیدر خیلو بازارګي (دوه سړکه) ته چې ورسیدو موټر مو یو څنګه ته ودرول ملګري ښکته شول په دواړو موټرو کې ډیره جګه محلي موسیقي غږیده نه پوهیږم چې دوی ولې په دوه سړکه کې کوز شول، چې ناڅاپه نارې شوې: هله کینئ چې د دښمن په لور حرکت دی. ( دا په خوست کې د ځوانانو اصطلاح ده چې کوم ځای ته روانیږي دا غږ کوي). د خوست ښار ته مو حرکت وکړ څو شیبې وروسته په سرګردان چوک ننوتو هلته مو د اړتیا وړ څیزونه واخیستل، بیا مو مشوره وکړه چې کومې خوا ته ځو، خوست کې ډیر د چکر ځایونه شته لکه کیکارک بابا، میلمه کوټ، پارم باغ، آد محمد او داسې نور... خو موږ د رایې په اکثریت پرېکړه وکړه چې آد محمد ته به ځو ځکه هغه ځا ی ما نه و لیدلی ، نو ډیرو زما لپاره هم هغه ځای وټاکه، ځکه زه څو ورځې وروسته له کلي رخصتیدم. د خوست ښار نه مو د آد محمد په لور حرکت وکړ، دا سیمه د تڼیو په لویدیځ کې پرته ده، په لار کې د پولیسو یوې پوستې د تلاشۍ لپاره ودارولو، او زموږ یو ملګري دپولیس مخ کې له خولې نسوار تو کړل تصادفې خبره وه چې له ده سره سم یې مخکې پولیس هم نسوار تو کړل، پولیس زموږ ملګري ته له خندا په ډکه خوله وویل: یره د نسوارو پیر خو موږ او تاسې ډډ کړ. له لږ مزله وروسته د تڼيو مرکز درګي ته ور سیدو یو ځای قطار دوکانونه وو د کټپړیو په کټونو کې یې څڼور ځونان ناست وو هر یو ته مخکې کلاشینکوف ایښي و غټ غټ پاکولونه یې په سر کړي وو چې په غوږونو او پکولونو کې یې سره او ژیړ ګلان ټومبلي وو. د شاوخوا کورونو په سرنو برجونه وو او د ځینو په بامونو مورچې... لږ مخکې چې لاړو په دښته کې خال خال کورونه معلومیدل او د هر کور په کونجونو کې هم برجونه... د کورونو مخکې شنه پټي وو چې نوي پکې غنمو سرونه را پورته کړي وو، له لیرې داسې ښکاریدل لکه په دښته کې چې شین فرش هوار شوی وي، خو څه ته چې زما پام ورواوښت د پټیو پولې وې چې په تیږو جوړې وې زموږ په خوا کې پولې د خاورې او شنې بروې نه جوړې وي... څو شیبې وروسته د تڼیو غرنۍ سیمې ته ورسیدو ځای ځای خلک له موټرو کوز وو د موټر دروازې یې وازې پاتې وې او اتڼونه یې کول لږ مخکې دوه ځوانانو چې پکولونه یې د ژیړو ګلانو ډک وو لیونۍ ګډا کوله... موږ هم د موټر نه ښکته شوو، آخوا دېخوا مو سیلفې تصویرونه وباسل څو ملګري مو غره ته جګ شول دا طبیعي خبره ده چې د غرونو خلکو ته سمه خوند ور کوي او د سیمې خلکو ته غرونه نو زموږ ملګرو وار خطا نه کړ د وړوکي شیبې نه یې هم ګټه پورته کړه اوغره ته وختل ... ملګري چې له غره را کوز شول هغه زموږ د کلیوالو خبره بیا مو د دښمن په لور مو حرکت وکړ مخکې غرونه په سپینو وریځو کې پت وو خال خال شنې څیړۍ پکې معلومیدې لکه په سپين مخ شنه خالونه... ما ډېرې تابلوګانې او منظرې لیدلي دي خو داسې منظره مې په ژوند کې په لومړي ځل ولیده او رښتیا چې ډیر یې متاثر کړم ملګرو خپلې زړې کیسې کولې ما د نويو منظرو دیدنونه کول چې وریځو د غرونو په سرو په خپل سپین څادر جوړې کړي وې...! لږ مخکې لوی کړنګونه وو کاش چې لږه شیبه ورته ولاړ وای ځکه په وار وار کتو ارزیدل خو ما د ملګرو طبع وکړه مخکې مو حرکت ته دوام ورکړ څو میله مخکې قطار موټر ولاړ وو، دا وخت موږ آدمحمد په لمن کې وو، ملګرو وویل والا لکه چې واړه موټر نشي ختلی او زموږ سره خو هم څه ششپي نه وو بلکه واړه موټر وو ( کرولا وې) زه یې ډېر خفه کړم ځکه زما د آدمحمد د لیدو ډير ارمان و ځکه چې کلي کې به یې ځوانانو د ښایست کیسې کولې او بله خبره چې زه یې ډير د آد محمد لیوال کړی وم، ملګرو به وې چې وزیرستان د آد محمد د سر نه داسې معلومیږي لکه د لاس ورغوی. هغه قطار ته ورسیدو چې د پاس کړنګ نه مو لیدلی و، ډیر موټر را واپس شول میله کوونکو وویل چې پاس خټې دي واړه موټر نشي ختلي کوم ځای کې چې موږ ولاړ وو، د همدې ځای پورې سړک پوخ و. رښتیا هم مخکې ډيرې خټې وې که خوست کې سپرلی و خو دلته نوی ژمی تیر شوی وو او نوي وارې ویلي شوي وې، د مشورې نه وروسته مو وپتېیله چې باید همدلته کوم ځای میله جوړه کړو ځکه دولس بجې وې د کلی نه مو په اووه بجو حرکت کړی وو، کوم ځای کې چې موږ ولاړ وو هلته یو لاره پاس غره ته ختلي وه، ټولو ملګرو وویل چې په همدې لاره به پاس خیژو بس دلته به یو ځای کې میله جوړه کړو حرکت مو وکړ لږ چې غره ته وختلو موټر نشول ختلای ټول پلي شو ټیلې ته مو ځانونه چمتو کړل او رښتیا موږ د آدمحمد د تګ نه ځکه منصرف شوو چې موټرو کې تیل هم کم وو. لنډه ده چې کله موټر شا ته ټیله کوو کله مخکې یو ملګري غږ کړ دا کوم تیل چې پکې دي دا به په همدې ټیل ماټېل خلاص شي، د ډیرو ټیلو وهلو وروسته د غره سر ته وختلو د غره په سر غټ میدان وو ټولو وویل: همدلته میله کوو، خو زما د آدمحمد سر ارمان تر نن پورې په زړه پاتې شو، موږ چې موټر په یو ځای کې ودارول او هغه میدان پاس د غره په سر و او پورته په ختلو شوو، موږ سم په غره کې مزل نشو کولی، ماته د باچا خان دا خبره را یاده شوه ده په خپل کتاب زما ژوند او جد جهد کې ویلي دي: د سمې خلک په غره کې د مزله نه وي او د غره خلک په سمه کې .... کوزې په نارو کې مو وزې ولیدې چې د څیړیو ونو ته به یې پښې ور جګې کړې وې لږ مخکې یو شپونکي و، یو ملګري مو وویل: وای دا شپونکی خو داسې دی لکه د سقاو د وخت ښاری! زه شپونکي ته ور نږدې شوم: څه کوې دلته؟ ـ وزې څروم - ښه مکتب ته ځې ګله؟ - نه دلته مکتب چیرته دي - هیڅ مکتب نشته؟ - شته خو زموږ له کلي ډير لرې دی - ښه دا ځای څه نامیږي؟؟؟ ـ دا د اسمان کلی دی موږ ټولو ملګرو وخندل او شپونکي مو د خندا ډکو خولو ته داسې کتل لکه موږ چې له کومې بلې سیارې را ښکته شوي وو.
نور بیا...