دمورمينه

شولــــــــــه تيره روژه
شپې داختر راغللې
ماهم ســـيالي کوله
ســــــــــــپينې جامې
تورمې واسکټ واخيسته
ښه مزداربوټان
ماوه اخستې ځانته
ځکه کوچنى اخترؤ
زه په سيالۍ کې ومه
دخوشحالۍ ځينې نور
جاموکې نه ځايدلم
داخترورځ شوه يوډله شولو
نږدې يودوست کره ټول ورغللو
رښتياپه ټوله کې زه ښه ښکاريدم
دوست مټايان اوجلوبۍ راوړلې
څه اختريزې يې ميوې راوړلې
خلک صحنه شوه اوس بدله دلته
کله چې مور راشي زوى غيږ کې نيسي
اختر نورلاړلو يوغم راغللو
قيامت په شان په ما ماتم راغللو
په ځان پوه نه شومه اوچغې مې کړې
ماويلې چرته يې زمامورکۍ
زه دابوټان څه کوم
وې دې زړې جامې زما
زه دا واسکټ غورځوم
خوداخترپه ورځ صرف
يوځل مې غيږ کې واخله
يوځل مې غيږ کې واخله
شه لږ ايساره مورې
چې دې لاسونه ښکل کړم
ستاجنتي پښوکې
زه لږ ډېروتوغړيږم
شولم په هود
خوله مې اسمان ته کړله
زه په نړۍ څه کوم
زه خوشحالۍ څه کوم
زه په اخترڅه کوم
نورله ملګرونه مې پاڅيدم
لاړم يوځانته ځاى ته
هلته په چيغوچيغو
رب ته مې ډېروژړل
شولم په هود
خوله مې اسمان ته کړله
ماويلې اى دکايناتوربه
په هديره دې هم سيلاب راوستو
دمورکۍ قبردې هم وړى رانه
دخوږياڼى هم څه ژوندون دى خلکو
چې دې له دېرشو روژو وروسته بيا هم
اختر په اوښکولمانځي
اختر په اوښکولمانځي