په پېښور کې ((وختونه دې تيريږي)) کتاب مخکتنه وشوه

پېښور: د پېښور د تهکال د سيمې د تمبوانو د څلور لارې په سپرېنگ نايت هوټل د پيلوزې ادبي مجلې د ادارې لخوا د ځوان، تاند شاعر او ليکوال رويد همت د شعري ټولگې ((وختونه دې تيريږي)) د مخکتنې غونډه وشوه د غونډې مشر د پېښور د پوهنتون  د پښتو اکاډمۍ مشر ډاکټر راج ولي شاه خټک ټاکل شوى و او غوره ميلمانه يې د کوزې پښتونخوا نامتو ليکوال کيسه ليکونکى او شاعر او ډاکټر محمد اعظم اعظم، فاني داودزى د اى وي ټي خېبر مشر جمشيد علي خان او د رويد همت پلار سيداجان همت، خالد ايوب او مولوي زاهدي احمدزى ټاکل شوي و
غونډه د قرآن عظيم الشان په مبارکو ايتونو پېل شوه د پرانستې وينا د پيلوزى ادبي مجلې مسئول مدير نظير الحق قريشي په خپلې ويناوکړه او څرگنده يې کړه، چې د پيلوزي ادبي مجلې اداره هوډ لري، چې ورته غونډې او سيمنارونه په راتلونکې کې جوړ کړي
ورپسې نورو ليکوالو لکه سيد صابر شاه صابر، جمشيد علي خان، عبدالوهاب څاروان، صفي الله سنگين او نورو ليکوالو او شاعرانو د رويد همت په شعري ټولگې خبرې وکړې او يوشمېر همزولو شاعرانو ورته ستاينليکونه ورکړل د افغانستان ادبي انجمن لخوا هم نوموړي ته ځانگړې ستاينليک او ډالۍ ورکړى شوه
د سټيج چارې اديب،ليکوال او کالم ليکونکى پروفيسرناصر علي سيد او د لمر تلويزيون خبريال عبدالحق عمري په گډه ترسره کولى د غونډې په ترڅ کې خالد ايوب، مولوي ذاهدي احمدزي ، پروفيسر ډاکټر محمد اعظم اعظم او ډاکټر راج ولي شاه خټک او فضل مولا تورکى خبرې وکړې او د ورته غونډو  جوړښت يې گټور وباله او شاعر رويد همت يې د خپل پلار نېکمرغه زوى وباله، چې لوړ خيال لري او د وخت په سياسي او ادبي نزاکتونو پوه، چې ټولنې ته يې يو نيک صالح زوى وړاندې کړ،
 د پيلوزي ادبي مجلې مشر ډاکټر نجيب الله روفي د ټيليفون په کرښه د غونډې برخه والو سره خبرې وکړې نوموړي مجلې د رويد همت پلار ته د پښتو دستار وتاړه د رويد همت مشر ورور  روح الله درويش په دې غونډې کيدو سره د جوړوونکو او برخه اخيستونکو څخه مننه وکړه، چې دده د ورور د کتاب د مخکتنې لپاره يې دومره درنه غونډه جوړه کړې وه