
د چټک غبرګون ليکنه
د ولسي جرګې د غړي په نوم د دې جرګې پر پستې چوکۍ ناست ښاغليه!
سره له دې چې له دې پخوا دې کله هم زما په شان خلکو سلام ته عليک نه دى ويلى خو بياهم وايم السلام عليکم!
که خپه کېږې نه او د نومرو اخېستلو په سياليو کې ډېر بوخت نه يې نو خير دى هيله کوم لږ مې د زړه خواله ولوله،ورسره خوا کې که عمل پرې وکړې زه وايم چې توره به دې کړې وي توره،ځکه له دې پخوا مې هم درته داسې ډېر ليکونه ليکلي،پخپل لاس،پخپل ټليفون او له نورو لارو مې در رسولي،تا هم منلي،تاييد کړي خو له بده مرغه چې عملي کړي دي نه دي دا ځل راځه بس دا يوه پښتو راسره وکړه،يو ننګ دراچوم چې خداى ته ګوره مرسته مې وکړه،د مرستې لاس راکړه او له راپېښيدونکي بد حالته مې وژغوره!
ګرانه وکيل صاحبه!په دې ورځو کې خو نه يوازې ته بلکې فکر کوم چې له مخې ټول خپل،خپلوان به دې هم پوهېږي چې ته تر ډېرو ډېر ارزښت لرونکى څوک يې،ځکه همدا ته او ملګري دې دي چې د افغانستان د نوي دولت وزيران ټاکلي او ردولاى شئ،دا کار مو کړى هم دى له دې پخوا هم،سره له دې چې ډېرمشکلات به پکې وو،خو باور وکړه چې که خبره مې ومنې نو ټولې تېروتنې دې جبرانيداى شي.
ډېرو ويلو ته اړتيا نشته،پوهېږې د اطلاعاتو او کولتور وزارت ته د ناښاغلي کرزي لخوا د بې کولتوره مخدوم رهين نومونې پر ډېرو زړونو اور بل کړى،د ټولو هيلې تاسې جناب ته چې له دې مخکې مو ورته ډېرې هيلې خاورې کړي،تاسې ته دي،تاسې کولاى شئ چې ولس له يوه بل ستاسې په اند ښايي بې ارزښته خو په رېښتينې مانا له يوه لوى ناورينه وژغورئ!
وکيل صاحبه!همدا مو وروستى چانس وګڼئ پوهېږئ چې نور ولس هم هوښيار شوى که تاسې مخدوم رهين په نره او مېړانې سره د وزارت له ورکول کېدونکې دندې لېرې نه کړئ نو خداى شته که څوک بيا پر دې پستې چوکۍ(د پارلمان غړيتوب ته) رايه درکړي،همدا مو وروستى چانس دى،زه نه وايم چې خلک وژغورئ،زه وايم راځئ په دې کار د خپلو تېروتنو جبران وکړئ،دا يوه سودا وګڼئ هغه خبره ده چې :ښه وکړه درياب کې يې واچوه!
نو وکيل صاحبه! د همدې ليک له لارې درسره د زړه له تله ژمنه کوم چې که په نره مو مخدوم رهين رد کړ،د باور رايه مو ورنه کړه نو زه به مو د اصولو په چوکاټ کې هر وخت،هره ګړۍ په ليکنو او نورو برخو کې پوره ننګه او ملاتړ کوم خو که مو داسې ونه کړل نو نه پوهېږم ننګونه يې بولئ که ګواښ باور وکړئ چې ولس خو درباندې باور نه کوي،زه به هم د يوه قلم لرونکي چا په توګه ستاسې پوره شرمونه،رټنه،غندنه او...کوم.
نوره دې خوښه خپله! نن پر ما،سباپرتا